اروپا ته اوړېدونکي کډوال تر سختو کړاونو تېرېږي
![اروپا ته اوړېدونکي کډوال تر سختو کړاونو تېرېږي](https://gdb.rferl.org/9346e673-acb6-431d-a780-13f6b4b3f90e_tv_w800_h450.jpg)
په افغانستان، عراق، شام او لبنان کې له روانو کړکېچونو څخه اروپا ته پناه وړونکي له سختو حالاتو تېرېږي. نیزدې ۲۰۰۰ کډوال د پولېنډ پر پوله د بیلارورس په ځنګلونو کې د سختې یخنۍ او خوراک له کمي سره مخامخ دي. بلخوا پولېنډ د کډوالو مخنيوي لپاره پر خپلو پولو د امنيتي ځواکونو شمېر زیات کړی دی. د کډوالو دا حالت د بشيرګواښ په دې راپور کې وګورئ چې د رويټرز او اې ايف پي له ويډيوګانو یې جوړه کړی.