د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې اندونیزیا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اندونیزیا له لوبډلې سره په تدارکاتي لیدنه کې بریا ترلاسه کړه.
امېد پوپلزي په ۸۵مه دقیقه کې د افغانستان د پریا لپاره لومړنی ګول ترسره کړ.
دغه سیالۍ د سې شنبې په ورځ د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړي دغې سیالۍ ته د چمتووالي لپاره څو ورځې مخکې ترکیې ته تللي وو.
د زمري میاشتې په ۲۴مه/د اګسټ ۱۵مه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته، دا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ سیالۍ وه.