د کابل ښار د منډوي په بازار کې اور لګېدلی
![د کابل ښار د منډوي په بازار کې اور لګېدلی](https://gdb.rferl.org/73BBCBAA-B8C6-404D-A1F0-C27ED4112ED2_w800_h450.jpg)
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تأییدوي چې د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د منډویو په بازار کې اور لګېدنه شوې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل چې په اور لګېدنه کې څلور دکانونه سوځېدلي دي.
د خوستي په وینا، د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي او اور یې کابو کړی دی.
ښاغلي خوستي د اور لګېدنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات ورنهکړل او ویېویل چې په اړهیې پلټنې روانې دي.
د کابل منډوي د افغانستان په کچه د سوداګریزو او خوراکي توکو تر ټولو لوی بازار دی.