د ارمنستان-ازربایجان شخړه؛ لسګونه ارمني سرتیري لادرکه دي
د ارمنستان چارواکي وایي، ازربایجان سره پر پوله له تازه شخړې وروسته لسګونه ارمني سرتیري نیول شوي او یا لا درکه شوي دي.
د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ پوله کې تازه شخړه پرون ونښته.
بل لورته د ازربایجان د دفاع وزارت نن چهارشنبه (د لړم په ۲۶مه) ویلي، په دې سرحدي شخړه کې یې ۷ سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ارمنستان دفاع وزارت بیا نن په یوه اعلامیه کې ۱۳ سرتیري یې د ازربایجان د ځواکونو له خوا نیول شوي او د ۲۴ نورو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
ارمنستان خپل لوري ته د یوه سرتیري د وژلو خبره کړې ده.
د تازه شخړې د پيل پړه دواړه هېوادونه یو پر بل اچوي.
د دې دوو هېوادونو ترمنځ د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر وسله والې نښتو نژدې یو کال مخکې یو ځل بیا زور واخېست او د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند له نافذېدو وروسته دا جګړه بنده شوه.