روسیه وايي پوځیې له افغانستانه څه باندې ۲۰۰ کسان ایستلي
د روسیې دفاع وزارت وايي، له افغانستانه څه باندې ۲۰۰ کسان د روسیې د پوځ لهخوا ایستل شوي چې د روسیې ترڅنګ د قرغزستان، بلاروس او اوکراین وګړي پهکې شامل دي.
د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په دې هدف درېیو پوځي الوتکو کابل ته الوتنه وکړه چې له دې خوا ۳۶ ټنه بشري مرستې پهکې بار وې.
تر دې مخکې وزارت د ایستل شويو کسانو شمېر ۳۸۰ یاد کړی و، خو وروستهیې دغه شمېر تر ۲۰۰ زیات یاد کړ.
روسیې ویلي د اګسټ میاشتې له وروستیو یې له افغانستان څخه ټولټال ۴۰۰ کسان په خوندي ډول ایستلي دي.