طالبان؛ د افغان کارتونیست لپاره نوې سوژه
د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د حفیظ الله افضلي د طنز سوژې بدلې شوې دي. د طنزي درې بعدي ویډیوګانو دا جوړونکی اوس ډېرې ویډیوګانې د افغانستان پر نویو واکمنو جوړوي. حفیظ افضلي په ۲۰۰۰ م میلادي کال کې چې طالبان واکمن وو له افغانستان څخه وتلی، او اوس په فنلنډ کې ژوند کوي. په دې راپور کې به له دې افغان هنرمند سره نور هم اشنا شئ