طالب چارواکي: د ننګرهار هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی
د ننګرهار اوسېدونکو د هغه خبر هرکلی وکړ چې ویل شوي د دغه ولایت هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی دی.
پرون د ننګرهار امنیه قوماندان، مولوي ندا محمد ندیم د دغو الوتنو د پیل په اړه محلي رسنیو ته وویل: "دغه هوایي میدان پوره د پروازونو لپاره اماده دی، نه امنیتي او نه هم تخنیکي ستونزه شته، د اسلامي امارت د اصولو مطابق هرڅوک کولای شي له دې میدانه ګټه واخلي."
نوموړي وویل، ټاکل شوې وه پرون د ایران یوه الوتکه دغه هوایي ډګر کې ناسته وکړي، خو په خبره یې په ایران کې د کومې ستونزې له کبله دا الوتنه ترسره نه شوه.
د ننګرهار فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د دې تازه پرمختګ هرکلی کړی.
تردې مخکې د ننګرهار له هوايي ډګره یوازې پوځي الوتنې کېدې.