کرکټ بورډ: د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ به څو سیالۍ وشي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د زیمبابوې په کوربه توب به د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ د کرکټ څو مسابقې وشي.
کرکټ بورډ پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په زبمبابوې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ درې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ او پنځه شل اووره مسابقې وشي.
د اعلامیې په حواله دغه مسابقې به د ډسمبر میاشتې له نیمايي پیل او د ۲۰۲۲میلادي کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټه دوام کوي.