د ایران 'ماهان'هوايي شرکت یوه سایبري حمله شنډه کړې
![د ایران 'ماهان'هوايي شرکت یوه سایبري حمله شنډه کړې](https://gdb.rferl.org/f457127f-7130-4e8a-9ab4-3f8ad4353202_w800_h450.jpg)
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ماهان په نوم د ایران خصوصي هوايي شرکت نن خبر ورکړی چې یوه سایبري یا انټرنیټي حمله یې شنډه کړې ده.
راپورونه وايي، په ایران کې د ماهان هوايي شرکت مشتریانو له هغې ډلې چې ځانونه "هوشیاران وطن" بولي، یو لیکلی پیغام ترلاسه کړی و.
په دغه پیغام کې پر هوايي شرکت د سایبري حملې ادعا شوې او ویل شوي، دا حمله ځکه شوې چې دغه هوايي شرکت د ایران له سپاه پاسداران انقلاب سره اړیکې لري.
ماهان هوايي شرکت وايي، کومه الوتنه یې اغېزمنه شوې نه ده، خو وېب سایټ یې بند شوی دی.
د امریکا د متحدو ایالاتونو د خزانې وزارت په ۲۰۱۱میلادي کال کې پر ماهان هوايي شرکت د سپاه پاسداران قدس ځواک ته د مالي، مادي او تخنیکي ملاتړ برابرولو په تور بندیز لګولی و.
د خزانې وزارت دا تور هم لګولی و چې ماهان هوايي شرکت د لبنان حزب الله ډلې ته وسلې، مواد او پرسونل انتقال کړي دي.