طالبان: ننګرهار ته له ډېر ځنډ وروسته ملکي الوتنې پیل شوې
![طالبان: ننګرهار ته له ډېر ځنډ وروسته ملکي الوتنې پیل شوې](https://gdb.rferl.org/69535C03-E8D7-4A70-9AD7-CBB411130745_w800_h450.jpg)
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، له شل کلن ځنډ وروسته نن بېرته دغه ولایت ته ملکي الوتنې پیل شوې.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د جلال اباد هوايي ډګر ته نن له ایرانه یوه الوتکه چې بشري مرستې په کې بار وې ورسېده.
تردې مخکې د ننګرهار امنیه قوماندان مولوي ندا محمد ندیم پرون ویلي وو، دغه هوايي ډګر د الوتنو لپاره پوره چمتو کړای شوی دی.
تردې مخکې د ننګرهار له هوايي ډګره یوازې پوځي الوتنې کېدې.
د ننګرهار فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د دې تازه پرمختګ هرکلی کړی.