کینیا کې وچکالۍ د خلکو ژوند له کړاونو سره مخ کړی
![کینیا کې وچکالۍ د خلکو ژوند له کړاونو سره مخ کړی](https://gdb.rferl.org/b5f7d15f-a879-4f28-868b-4feb1f008804_tv_w800_h450.jpg)
د کینیا په شمالي سیمو کې د وچکالۍ له کبله نېږې ۲۲ لکه خلک د قحطۍ له صورتحال سره مخامخ دي. هلته د څښلو پاکې اوبه نشته، ځنګلونه، ونې بوټي وچ شوي دي او اوس د خلکو د روزګار یوازینۍ وسیله څاروي دي. خو د کینیا د نېږدې ۲۳ سیمو اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له کبله یې څاروي هم مړه کېږي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.