قرغزستان کې په فسا تورن دوه پخواني صدراعظمان کورني نظربند ته ولېږدول شول
![قرغزستان کې په فسا تورن دوه پخواني صدراعظمان کورني نظربند ته ولېږدول شول](https://gdb.rferl.org/5ad552ed-0406-4883-b9ff-fdfc1ea8d5a8_w800_h450.jpg)
په قرغزستان کې دوه پخواني صدراعظمان چې د فساد تورونه پرې پورې دي، له نسبي توقیف نه کورني نظربند ته ولېږدول شول.
په بشکېک کې یوې محکمې جومارت اوتوربایف او تیمیر سرییف وروسته تر دې کورني بند ته ولېږدول چې هغوی له هېواده د نهوتو ضمانتپاڼې لاسلیک کړې.
دا دوه کسان د قرغزستان د پخوانیو صدراعظمانو او چارواکو له ډلې وو چې د کومتور سرو زرو کان په پروژه کې د فساد په تور نیول شوي دي.
کومتور د سرو زرو هغه کان دی چې له کلونو راهیسې د قرغزستان په مالي او چاپېریالي بحثونو کې یادېږي.