روسیه: سایبریا کې چاودنې یو تن وژلی او ۴۳ تنه یې ژوبل کړي
![روسیه: سایبریا کې چاودنې یو تن وژلی او ۴۳ تنه یې ژوبل کړي](https://gdb.rferl.org/023f0000-0aff-0242-7577-08d98a9ed8d6_w800_h450.jpg)
روسي چارواکي وايي، د سایبریا په کمروو سیمه کې د ډبرو سکرو یوه کان ته څېرمه یوې چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او لږ تر لږه ۴۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت نن (د نومبر په ۲۵ مه) وویل چې د نورو ۴۹ کان کیندونکو برخلیک لاهم معلوم نه دی، ځکه چې د کوزباس په سیمه کې له کانه په سلګونو کسان ایستل شوي دي.
ځايي ژغورونکو ډلو د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک بللی دی.
SDS-Ugol چې د روسیې د ډبرو سکرو یو له سترو شرکتونو څخه دی، ویلي چې لږ تر لږه ۲۸۷ کسان سهار وختي په کان کې دننه وو.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي او تر اوسه د ډبرو سکرو ۲۳۶ تنه له کان را ایستل شوي دي.
د لومړنيو راپورونو له مخې، د چاودنې احتمالي لامل د ډبرو سکرو اور اخیستل و.