د سوداګرۍ خونه: د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي
![د سوداګرۍ خونه: د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي](https://gdb.rferl.org/b41ba9a9-aff4-47e5-bffa-387fc6923c00_w800_h450.jpg)
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په روان میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، تېرکال افغانستان ۷۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو سږکال دا کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او تر ټولو ډېر صادرات په تېرو درېیو میاشتو کې شوي دي.
ښاغلي مهمند د سپین بولدک د لارې بندیدو خبره ردوي او وایي چې د سپین بولدک سربېره اوس د تورخم، ډڼډپټان، غلام خان او نورو بندرونو له لارې هم د صادراتو په وړاندې کوم خنډ نشته.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم پر خپل ټویټر لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې افغانستان ۱۱،۵۸ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات درلودل.