کندهار ښار کې نښته؛ سرچینه: یو وسله وال بریدکوونکی وژل شوی
![کندهار ښار کې نښته؛ سرچینه: یو وسله وال بریدکوونکی وژل شوی](https://gdb.rferl.org/cedccc22-3282-4de4-816d-1e5f9b467cca_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
په کندهار ښار کې د دوو وسله والو حمله کوونکو او طالبانو ترمنځ په ډزو کې یو وسله وال وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی، په دې پېښه کې دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو یوې مطبوعاتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې پرون پنجشنبه (د لېندۍ ۴مه) د شپې شااوخوا نهه بجې دوو وسله والو موټر سایکل سپرو د لومړۍ حوزې اړوند په شهیدانو څلور لاري کې پر هغه طالبانو چې په سیمه کې یې ګزمه کوله ډزې کړي، خو په متقابلو ډزو کې یو حمله کوونکی وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا دې پېښه کې طالبانو ته زیان نه دی رسېدلی او په سیمه کې دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.