جرمني: اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري
د جرمني صدراعظمه وايي، که د اوکراین یا هم د بېلاروس او پولنډ پر پوله وضعیت لا کړکېچن شي، اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري.
انګېلا مېرکل چې کاري دوره یې په ختمېدو ده، پرون پنجشنبه(د لېندۍ ۴مه) دا څرګندونې وکړې.
اروپايي او امریکايي چارواکو پر مسکو تور لګولی چې د بېلاروس د هغه کمپاین ملاتړ یې کړی چې د اروپايي ټولنې پر سرحد د پناه غوښتونکو په دېره کولو سره 'څو اړخیز' بحران ته لمن وهي.
دغو چارواکو په عین حال کې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
د اوکراین په ختیځ کې روس- پلوه بېلتون غوښتونکي له ۲۰۱۴م کال راهیسې له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.