اروپايي ټولنې ماشومانو ته د فایزر-بایوانټیک واکسین ورکول تصویب کړل
![اروپايي ټولنې ماشومانو ته د فایزر-بایوانټیک واکسین ورکول تصویب کړل](https://gdb.rferl.org/00ef0000-0a00-0242-284f-08d9b025b639_w800_h450.jpg)
د اروپايي ټولنې د درملو د تنظیم ادارې پرون پنجشنبه (د لېندۍ ۴مه) هغو ماشومانو ته چې له ۵ تر ۱۱ کلونو عمرونه لري د فایزر-بایوانټیک واکسین ورکول تصویب کړل.
له دې سره وړو ماشومانو ته هم زمینه برابره شوه چې د کرونا ضد واکسینونه ولګوي.
په اروپا کې په وروستیو کې د نړۍ تر بل هر وخت د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
ماشومانو ته به هغه واکسینونه چې د ډوز اندازه یې کمه ده، د ډسمبر پر شلمه برابر شي.
تردې مخکې له ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې ماشومانو ته د کرونا ضد واکسین لګول تصویب شوي وو.