پاکستان کې د پټرول پمپونو اتحادیې د حکومت تر ډاډ وروسته هړتال پای ته رسولی
حماد اظهر د نومبر پر ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې يادې اتحاديې سره مذاکراتو کې پر دې سلا شوي چې حکومت به د پټرول پمپونو مالکانو د ګټي شرح يا (ډيلر مارجن) ۹۹ پېسې د ليټر په سر زياتوي او دا به د کابينې تر منظورۍ وروسته عملي کېږي.