طالبان: تېره اوونۍکابل کې د جرمونو په تړاو ۹۱ کسان نیول شوي
د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې ۹۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه کسان په کابل او ولسوالیو کې یې نیول شوي چې تحقیقات ورڅخه روان دي.
پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د اقتصادي رکود، د بې وزلۍ او بې کارۍ د پراخېدو له کبله د جرمونو اندازه هم زیاته شوې ده.
بل خوا د کابل امنیه قومانداني وايي چې په اوومه حوزه کې یې دوې نجونې له انسان تښتوونکو ژغورلي دي.
دې قوماندانۍ په یوه ټویټ کې ویلي، دغه نجونې او موټر چلوونکی یې د کابل له سرای شمالي سیمې تښتول شوې وې.