امریکا کې د شکرانې ورځې په مناسبت افغان کډوالو ته خواړه برابر شول
![امریکا کې د شکرانې ورځې په مناسبت افغان کډوالو ته خواړه برابر شول](https://gdb.rferl.org/3bbd130d-27f7-488c-a01d-b4a0ebc43de9_w800_h450.jpg)
د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې، د شکرانې ورځې په مناسبت افغان کډوالو ته حلال خواړه برابر کړل.
ډبلیو اې ډبلو (WAW) ټلوېزیون له راپور سره سم، د اوهایو ایالت په کلیولنډ ښار کې د درېیو رسټورانټونو په مرسته ۶۰ کورنیو ته افغاني، سومالیایي او د مځني ختیځ خواړه ورکړل شول.
په امریکا کې د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې ویلي، د دې کار هدف په هغو افغانانو کې چې تازه امریکا ته رسېدلي، د (Thanks Giving) یا د شکرانې په نوم د امریکا د دودیز جشن لمانځلو ته زمینه برابرول دي.
په دغو کډوالو کې د افغانستان په لسګونو زره افغانان هم شامل دي چې د اګسټ په نیمايي کې د طالبانو له خوا پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته امریکا ته تللي دي.