سلګونه عراقي کډوال له بلا روس عراق ته ستانه شول
![سلګونه عراقي کډوال له بلا روس عراق ته ستانه شول](https://gdb.rferl.org/f40b3e2e-5584-435f-a444-f90b2e011a0f_tv_w800_h450.jpg)
له شپږ سوو زیات عراقي کډوال چې د پولنډ او بلاروس په پولو کې بند پاتې وو بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د بلاروس او پولنډ په پولو د زرګونو پناه غوښتونکو راټولیدو د بلاروس او اورپايي ټولنې ترمنځ سیاسي کړکیچ زیات کړی. له بلې خوا د ژمي په سړیدو ددې کډوالو د ژوند شرایط د هرې ورځې په تیریدو خرابیږي. تر اوسه دغلته د لږ تر لږه ۱۱ پناه غوښتونکو د مړینې راپور ورکړل شوی.