بي بي سي: سږ به د سلو ښځو لړۍ کې نیمایي برخه افغان مېرمنو ته ورکړي
![بي بي سي: سږ به د سلو ښځو لړۍ کې نیمایي برخه افغان مېرمنو ته ورکړي](https://gdb.rferl.org/16BA55C6-164C-4FFD-A416-1AEA1671E5D4_cx0_cy36_cw0_w800_h450.jpg)
د بي بي سي نړیوال سروېس ویلي، سږکال به د سلو ښځو لړۍ کې سمه نیمایي برخه افغان میرمنو ته ورکړي.
د دغه پروګرام ایډیټرې کلارې ویلیمز ویلي، لومړی ځل دی چې دوی د سلو ښځو پنځوس فیصده ونډه یوه هېواد ته ځانګړې کوي.
نوموړې ویلي، دوی غواړي د دې پروګرام له لارې د افغان مېرمنو زړورتیا او پياوړتیا درک کړي.
په سلو ښځو کې هر کال د نړۍ د هغو مېرمنو ژوند انځور او راپورېږي چې د رهبرۍ او بدلون لپاره یې مبارزه کړې وي او لاسته راوړنې ولري.