ملګرو ملتونو په ۱۱ زره افغان بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل
![ملګرو ملتونو په ۱۱ زره افغان بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل](https://gdb.rferl.org/0861DE05-6400-43D2-A771-7C5C1B3B7042_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته پر ۱۱ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي پر دغو بزګرانو ۵۵۰ مټریک ټُنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بزګرانو او مالدارانو د کروندو او معیشت پر ژغورل کېدو ټینګار کړی و.
دغې ادارې ویلي وو چې وچکالیو دغه دواړه سکټورونه اغېزمن کړي دي.