امریکا په عمان خلیج کې د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي وژغورل
![امریکا په عمان خلیج کې د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي وژغورل](https://gdb.rferl.org/389022ED-AECB-469D-BFD1-6C56F7664444_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک نن وویل، د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي یې په عمان خلیج کې وژغورل.
د ایران د سمندري ځواکونو دغه دوه غړي، په عمان خلیج کې د اتو ورځو لپاره د کب نیولو په یوه کښتۍ کې لالهانده ګرځېدل.
د امریکا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل، له تماس وروسته، د دوی یوه بار وړونکې کښتۍ پرون له خوړو، اوبو او روغتیايي پرسونل سره ولېږل شول.
دواړه ژغورل شوي کسان له ښې روغتیا او روحیې برخهمن دي او د عمان د سرحدي ساتنې یوې کښتۍ ته لېږدول شوي چې د عمان پلازمېنې مسقط ته بوتلل شي.