Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2020

Новости за 01.05.2020

احمد ولي هوتک له بیوزلو خلکو سره د مرستې په لټه کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ازادو مبارزو دغه افغان لوبغاړي په دې وروستیو کې له بیوزلو خلکو سره د مرستې یو کمپاین پیل کړی. هوتک په دې مرکه کې چې صفي الله ستانکزي ورسره کړې په روژې او قرنطین کې په خپلو ورزشي فعالیتونو هم غږیدلی. دا مرکه د ازادي راډیو په یوټیوب کې هم کتلی شئ

افغانستان د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې له بنګله دیش مخکې شو

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د کرکټ په تازه درجه بندۍ یا رینکینګ کې په ټیسټ لوبو کې تر بنګله دېش وړاندې شو. د کرکټ د نړیوالې شورا له تازه درجه بندۍ سره سم، چې نن (جمعه) یې اعلان کړه، افغانستان د کرکټ په ټیسټ لوبو کې نهم ځای خپل کړ او تر بنګله دېش مخکې شو. پخوا بنګله دېش په ۵۵ امتیازونو نهم ځای درلود. افغانستان دوه کاله وړاندې د ټیسټ لوبو جوګه شو او تر اوسه پورې یې ۴ ټیسټ لوبې کړي چې دوې یې ګټلي دي.



پکتیا کې ۷ ریاستونه او ادارې په کرايي ودانیو کې چارې مخته وړي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې لا هم یو شمېر ادارې او ریاستونه په کرایي ځایونو او مارکېټونو کې خپل خدامات وړاندې کوي، چې د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا د امنیت، ځای او دوی ته د ورتګ پر مهال د ادرس په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. د پکتیا ولایتي اداره هم وایي، چې دا مهال ۷ ریاستونه او ادارې په کرايي ودانیو کې چارې مخته وړي. دغه ادارې چې په لوړ پوړیزو ودانیو او کرایي کورونو کې خپلې چارې مخکې بیایي، وخت ناوخت له یوه ځایه بل ځای ته انتقالېږي. د پکتیا ولایت یوه تن اوسیدونکي احسان احسان د پاسپورټ ریاست د بېلګې... Читать дальше...

د پکتیا ولايتي شورا او اوسېدونکي: جګړه د ښار څنډو ته رارسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د ناامنیو د ډېرېدو په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې "ګردېز امن نه دی" تر نامه لاندې پوسټونه کوي او د امنیتي ځواکونو مسئولین د امنیت په رواستو کې ناکام بولي.

هغه جومات چې د محتاجانو د مرستې په مرکز بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په استانبول ښار کې خلکو یو جومات په داسې یوه ځای بدل کړی چې اړ کسان ورتلای او د اړتیا وړ شیان وړیا ترلاسه کولی شي. په ترکیه کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جوماتونه بند دي او خلک په کورونو کې لمونځونه کوي. نور د سلطان محمد سرور په راپور کې ووینئ.

ازبکستان کې د اوبو یو نوی جوړ شوی بند نړېدلی

Pa.azadiradio.com 

په ازبکستان کې د اوبو یو نوی جوړ شوی بند نړېدلی چې له کبله یې په ختیځه سیمه سیداریو کې د سردوبه په نوم د بند اوبه د استوګنې د زرګونو کلیو خواته ورغلي دي. چارواکي وايي، وروسته له هغې چې نن (جمعه) په سهار وختي د اوبو په دې بند کې درز رامنځ ته شو، یولس زره شپږ سوه کلي یې خالي کړي دي. هغه ویډیويي تصویرونه چې ازادي راډیو تر لاسه کړي، په یو 29 متر لوړ د کانکریټ دیوال کې رامنځ ته شوی درز ښيي چې اوبه ترې نژدې کليو ته بهېري. ازبک چارواکو ویلي، دې ماتېدنې د ټول بند ساختمان کمزوری کړی او دوی ویره لري چې ټول د اوبو بند به ونړېږي. Читать дальше...



روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

روسیې د مې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس د  ۷۹۳۳ نویو پېښو راپور ورکړ چې په دې هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي. دا په دې هېواد کې تر دې مهاله په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې دي چې ثبتېږي.  له دې سره دې هېواد کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېده. همدارنګه په روسیه کې د کرونا له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۶ کسانو مړینه ثبت شوې چې له دې سره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۱۶۹ ته ورسېد. منتقدان باور لري چې په روسیه کې د کرونا ویروس... Читать дальше...

ارزګان او کندهار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې چارواکي وايي، ددې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په په بریدونو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي، دري تنه ټپیان دي اویوتن نادرکه دی. دوی همدارنګه وايي چې په دې جګړه کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او پنځه ټپیان دي. د دغه ولایت د والي ویاند زړګې عبادي نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دا بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱ بجه د ترینکوټ ښار اړوند د نچین په سیمه کې د ولسي پاڅون کونکو پر کمر بندي پوستو کړي. نوموړي وايي، په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکونکو یوه پوسته هم ویجاړه شوې ده. Читать дальше...

'افغانستان کې ۷ میلیونه ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي'

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (سېف د چلډرن) وايي، چې کرونا ویروس له امله د ښارونو تړل کېدو، د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله په افغانستان کې ۷میلیونو ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د کرونا ویروس خپرېدا د کاګرانو د نړیوالې ورځې لمانځل اغېزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې په میلیونونه کسان هر کال د مې په لومړۍ نېټه لاریونونه کوي او د کارګرانو نړیواله ورځ لمانځي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي بندیزونو دا هڅې اغېزمنې کړې دي. په نړۍ کې اکثریت خلک له لویو غونډو منع شوي دي. په اروپا کې د کارګرانو لاریونونه لغوه شوي دي، په روسیه کې هم چې د کارګرو په نړیواله ورځ کې به نور کلونه ډېرو خلکو برخه اخیسته سږ کال د کرونا ویروس له امله لاریونونه لغوه شوي دي. د دې ورځې د لمانځلو لپاره د کارګرانو اتحادیو خپل ملاتړي په نړۍ کې هڅولي دي چې په خپلو کورونو کې... Читать дальше...

ټرمپ: داسې شواهد لرو چې کرونا ویروس د چین له یوه لابراتواره راوتلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وايي، داسې کره شواهد یې ترلاسه کړې دي چې پر دې دلالت کوي چې کرونا ویروس د چین له یوه لابراتواره راوتلی دی. ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د اوس لپاره نه شي کولی چې په دې اړه نورجزییات څرګند کړي، ځکه چې اجازه یې هم نه لري. هغه زیاته کړه: "موږ غواړو چې پوه شو چې دا ویروس له کوم ځایه راغلی دی، له چا راغلی دی، څه شوې دي، دا به په بیل ډول او علمي توګه ترلاسه کړو." داسې وړاندوینه کېږي چې د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې به د امریکا او چین ترمنځ د کرونا ویروس پر سر اختلافات ژور کړي. Читать дальше...

ملګرو ملتونو افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ. انټونیو ګوټیرش پرون وویل چې ملګرو ملتونو ډيرې هڅې پيل کړې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي. د ملګرو ملتو سرمنشي په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله مخکې د مارچ په درویشتمه ۲۳ نېټه هم په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون چې جګړې پکې روانې دي د ښکېلو ډلو ټپلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه. ښاغلي ګوتیرش پرون وویل چې تر دې دمه په نړۍ کې ۱۶ وسله والو ډلو د ده غوښتنه منلې ده او اوربند ته یې غاړه ایښې ده. د افغانستان ولسمشر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Полина Гагарина

Полина Гагарина заявила о победе над Ольгой Кормухиной по обвинению в плагиате песни





Rss.plus
Росгвардия

Выставка Росгвардии «День передовых технологий обеспечения безопасности личности, общества и государства – 2024» продолжает работать в Красноярске




В Москве началась серия стартов «Неделя легкой атлетики»

В ломбардах Москвы можно будет следить за своими вещами

"Обещали кругленькую сумму": две медсестры могут попасть в колонию из-за одной надписи у Кремля

Пили, били, судились. Разводы и тяжбы за детей в звездных семействах




چارواکي: بدخشان کې ۱۱ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د نُسي درواز ولسوالۍ کې په یوه نښته کې تر لسو زیات طالب وسله وال وژل شوي چې د دوی یو ځایي قومندان هم په وژل شویو کې شامل دی. د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، نښته وروسته له هغې پیل شوه چې وسلوالو طالبانو له څو لورو پر دې ولسوالۍ برید وکړ. نوموړې زیاته کړه: "په دې نښته کې د طالبانو د یو مهم سرګروپ مخدوم معراج په ګډون ۱۱وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور یې ټپیان شول، په ټپیان کې هم د طالبانو له خوا نومول... Читать дальше...

د سرپل ۳ چارواکي له یوه بریده روغ وتلي

Pa.azadiradio.com 

د سرپل والي عبدالقادر اشنا د دې ولایت د امنیې له قومندان او د ملي امنیت له رئیس سره یوځای له یو کمین روغ وتلی دی. ښاغلي اشنا ازادي راډیو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال له سوزمه کلا ولسوالۍ څخه د راستنېدو پر مهال له کمین سره مخ شول. هغه زیاته کړه: "د لارې په اوږدو کې کمین نیول شوی و او جګړه وشوه، هلته د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه وو، ماته راپور راورسېد چې د امنیتي ځواکونو یو کس شهید شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوې دي." نوموړي وویل چې د نوې امنیې قومندان او د ملي امنیت د... Читать дальше...

د ننګرهار پولیسو له۸۰ کیلو ګرامه ډېر چرس نیولي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي، د جلال اباد پولیسو د پنجشنبې په ورځ یو تن له ۸۰ کیلو ګرامو څخه د زیاتو چرسو سره نیولی دی. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په نهمه حوزه کې عملیات ترسره کړي، په دې عملیاتو کې ۸۵ کیلو ګرامه خام چرس چې په ډیر مهارت په یو تونس موټر کې ځای پر ځای شوي وو نیول شوي او یو کس یې په تړاو نیول شوی دی." له بلې خوا د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې یو بل کس د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې د شپږ کیلو ګرامو چرسو سره نیول شوی دی. Читать дальше...

د روسیې صدراعظم پر کرونا ویروس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین وروسته له هغې چې د کرونا په ویروس اخته کېدل یې تایید شول، په قرنطین کې د پاتې کېدو خبر ورکړی دی. میشوستین د پنجنشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په ویډیو خبرو کې وویل: "زه خبر شوم چې زما د کرونا ویروس معاینات مثبت وو." هغه زیاته کړه چې دا به ځان په قرنطین کې وساتي څو نور همکاران یې خوندي اوسې. میشوستین وړاندیز وکړ چې د صدراعظم لومړی مرستیال اندري بیلووسوف به په موقته توګه د ده دندې پر مخ وړي، خو د روسیې صدراعظم ټینګار وکړ چې له ټولو مهمو مسالو سره به تماس کې پاتې شي. Читать дальше...

روسیې د پراګ ښاروال د وژنې لپاره د ایحنټ لېږل رد کړل

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغه ادعاوې رد کړي چې د روسیې یو ایجنټ پراګ ته استول شوی و څو د دې ښار ښاروال او څو نورو چارواکي په زهري موادو ووژني. لاوروف دا ”جوړې شوې“ ادعاوې بللي دي. دا موضوع چې د روسیې او چک اړیکې یې ترینګلې کړي، لومړی ځل دی چې روسیه یې په دومره لوړه کچه ردوي. د چک جمهوریت یوې څېړونکې اوونیزې ریسپیکټ د اپریل په ۲۶ مه یو راپور خپور کړی چې په کې دې بې نومه امنیتي سرچینو له خولې ویل شوي، د روسیې د استخباراتو یو مشکوک افسر چې په ډیپلوماټیک پاسپورټ سفر کوي په وروستیو... Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

СК заинтересовался Макаревичем* после разговора с "Зеленским" и слов о концерте в Киеве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве


Анна Калинская

«Контракта на экипировку у меня до сих пор нет» // Теннисистка Анна Калинская о лучшем сезоне в своей карьере



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Блоги

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России