Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2020

Новости за 03.05.2020

مصري چارواکي: په سینا کې ۱۸ افراطي وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

مصري چارواکي وايي چې په سینا دښته کې ۱۸تنه افراطي وسله وال د مصر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن یکشنبې خپور شو ویلي، ملي امنیت د هغو تروریستي عناصرو په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې په بیر العابد سیمه کې په یوه کور کې پټ شوي وو، او له هغه ځایه یې د حملو پلان درلود. بیان زیاتوي چې د دې وسله والو پټنځای دولتي ځواکونو په نښه کړ چې په نتیجه کې یې ۱۸ تنه وسله وال ووژل شول. بیان زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې وسلې او مهمات هم موندلي دي. Читать дальше...

هریرود سیند څخه د غورځول شویو افغانانو د موندلو عملیات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو په هرات ولایت کې د هغو کسانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي چې ویل کېږي ایراني پوځیانو هریرود سیند ته غورځولي دي. که څه هم ایراني چارواکو  دا ادعاوې رد کړي خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر پرون وویل چې په دې اړه به هراړخیز تحقیقات وشي. د دې پېښې د قربانیانو دقیقه شمیره تراوسه نه ده معلومه شوې. د جمهوري ریاست د چارو د ادارې یوه چارواکي ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې لږترلږه اویا کسان چې غوښتل یې له هرات څخه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا وهل شوي او بیا هریرود ته اچول شوي دي. Читать дальше...

افغان حکومت: ۹۸ نور طالب بندیان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د نورو ۹۸ تنه طالب بندیانو د خوشې کولو خبر ورکوي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي چې دا بندیان پرون له پلچرخي زندان څخه خوشې شول. هغه زیاته کړه: "د ولسمشر له فرمان سره سم پرون ۹۸ تنه طالب زندانیان له پلچرخي زندانه خوشې شول، تردې دمه ټولټال ۶۵۰ بندیان خوشې شوي او له فرمان سره سم ۸۵۰ تنه نور هم خوشې کېږي." د ملي امنیت شورا بیان زیاتوي چې افغان حکومت ژمن دی چې له طالبانو سره په خبرو کې دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه لاره به اواره ساتي.



د کرونا ویروس ټاټوبي کې کرونا جدي نه‌ګڼل کېږي

Pa.azadiradio.com 

هرات کې سلګونه کسان پرته له دې چې فاصله وساتي د جمعې لمونځ په جماعت سره ادا کوي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ولایت د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دی. هرات ولایت کې تر دا مهاله د کرونا ویروس ۵۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي.

طالبانو د ایراني پوله ساتو ځواکونو په وروستي عمل غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې افغان حکومت د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا په هریرود سیند کې د لسګونه افغانانو د ډوبولو د ادعاوو په اړه تحقیقات کوي طالبانو په یوه بیان کې له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او اسلامي ورورګلوۍ د اصولو پربنسټ چلند وکړي. د افغانستان په یو شمېر کورنیو رسنیو او ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې د شنبې په ورځ شاوخوا ۵۰ افغانان چې د دهنه ذوالفقار له غیرقانوني لارې د ایران خاورې ته ننوتي وو، د ایراني سرتېرو له خوا نیول شوي او له وهلو ټکولو وروسته هریرود سیند ته اچول شوي. Читать дальше...

روحاني: سبا د ایران په ۱۳۲ ولسوالیو کې جوماتونه پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران په ځینو هغو سیمو کې به، چې د کرونا ویروس خطر پکې کم دی، جوماتونه سبا دوشنبې بیا پرانیستل شي. په ایران کې چې په دې سیمه کې د کرونا د وبا له کبله سخت ځپل شوی دی، جوماتونه د مارچ میاشتې په لومړیو کې بند شول. ښاغلی روحاني نن د کرونا ویروس د مخنیوي له مسوولو چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې وویل د ایران په ۱۳۲ ولسوالیو کې به چې د ټولو له دریو یوه برخه جوړوي جوماتونه له سبا څخه پرانیستل شي. هغه همداراز وویل چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې موظفه کمیټه... Читать дальше...



د طالب زندانیانو په نوملړ کې جنايي مجرمین، دا ډله وايي حکومت ورته 'دوسیې جوړې' کړي

Pa.azadiradio.com 

د عدلي او قضايي ارګانونو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د دې فهرست د سپارلو پر مهال ویلي، دا نوملړ د یو شمېر طالب قوماندانانو له‌خوا چې خپله زندانیان دي، چمتو شوی او د خوشې کولو لپاره‌یې ملي امنیت شورا ته استول شوی دی.

د کندز اوسېدونکي: هر کال موسمي سېلابونه مو کورونه او ځمکې ورانوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د علي‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال موسمي سېلابونه د دوی کورونه، باغونه او کرنیزې ځمکې تخریبوي او خلکو ته بې‌شمېره مالي زیانونه اړوي. د کندز د علي‌اباد ولسوالۍ د اوسېدونکو زیاته برخه کروندګر جوړوي. دوی وايي چې په دغې ولسوالۍ کې په ځینو سیمو کې د چهاردرې سیند تر غاړې د استنادي دېوالونو او د اوبو د تنظیم نشتوالي له کبله هر کال موسمي سېلابونه د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ورانوي. په ورته وخت کې په کندز کې د امو سیند د حوزوي عمومي ادارې چارواکي بیا وايي چې په علي‌اباد ولسوالۍ... Читать дальше...

بغلان کې سېلاب د سکرو په یوه کان کې ۴ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې سېلاب د سکرو په یوه کان کې څلور کسان وژلي دي. د تاله او برفک ولسوال عبدالاحمد برفکي ازادي راډیو ته وویل چې د سېلاب قربانیان د سکرو د کان کارګران دي چې تېره شپه په یوه سمڅه کې بند پاتې وو او مړه شوي دي. ښاغلی برفکي وايي چې د دې کسانو مړي تر اوسه په سمڅه کې پاتې دي، خو د ایستلو لپاره‌یې هڅې روانې دي. د برفکي په وینا په پېښه کې شااوخوا ۱۰ کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم زیان اوښتی. له دې دوه ورځې مخکې د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې هم سېلابونو شااوخوا ۵۰ د استوګنې کورونه نړولي وو.

پکتیا کې د دولتي ځواکونو-طالبانو جګړه کې دواړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا ولایت د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. تندر قول اردو وايي جګړه تېره شپه د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو سیمه کې هغه مهال وشوه چې طالب وسله‌والو د ملي پاڅون کوونکو پر پوسته ډله‌ییز برید وکړ. د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسؤل ایمل مومند نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې جګړې د تلفاتو په اړه وویل: "ملي پاڅون کوونکو دا برید په شا تمبولی دی چې په پایله کې یې دوه وسله‌وال ترهګر وژل شوي دي او اووه تنه نور یې ټپیان دي. په دې ډله‌ییز برید کې د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه شهیدان او درې نور ټپیان دي.

روسیه کې په یوه ورځ د کرونا ویروس ۱۰۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته کسانو نژدې لس زره نوې پېښې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې د روسیې روغتیايي چارواکو د دې ناروغۍ لپاره د ټېسټونو شمېر زیات کړی پرونۍ شمېره بې ساري ده. له بلې خوا د مسکو ښاروال ویلي چې ښایي د ښار کلابندي اوږده کړي او د پلازمېنې اداري چارواکو ویلي دي چې ښايي له دې وروسته په عامه ټرانسپورتي وسایلو کې د ماسک کارول حتمي شي. د تازه شمېرنو له مخې په روسیه کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر له ۱۲۴ زره اوښتی دی او یوازې پرون ۹۶۲۳ تازه پېښې ثبت شوي چې صدراعظم میخاییل میشوستین هم پکې دی. Читать дальше...

تندر قول اردو: لوګر کې ۵ تنه طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د پنځو طالب وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو نن د محمداغې ولسوالۍ په ده نو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې په شا وتمبول شول. ښاغلی مومند زیاتوي چې په نښته کې د طالبانو د درېیو سرګروپانو په ګډون ټول ۵ وسله‌وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.


Музыкальные новости
Елена Волкова

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»





Rss.plus
100

Глава "Рексофт" - в топ-100 отечественных ИТ-лидеров




Обновили систему очистки воды для дома. Почему выбрали БАРЬЕР и как работает новый комплекс

В Москве запущена инновационная технология в ломбардном бизнесе

Взятие Парасковиевки поможет ВС РФ блокировать Угледар

Ефимов: Город выставил на торги право на комплексное развитие участков бывшей промзоны «Карачарово»




افغانستان کې زرګونه ممیز خونې او سړې خونې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې، زرګونه ممیز خونې او د پیازو او کچالو لپاره صفر انرژۍ دغه‌شان د تازه مېوې مېوې لپاره هم صفر انرژۍ سړې خونې جوړې شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې دا ټول به په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړ شي. نوموړی زیاتوي چې د کرنیزو محصولاتو د بېړنۍ مدیریت د طرحې په چوکاټ کې د صادراتو د نشتوالي په صورت کې به د مېوو د وچولو دستګاوې توزیع او ځینې تازه مېوې او سبزي به په لویو فابریکو کې هم پروسس کېږي. ښاغلی رستمي وايي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۵۰ سلنه... Читать дальше...

کرونا سره مبارزې لپاره د افغان حکومت ۸۹،۹ میلیارده افغانیو کڅوړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وايي، حکومت له کرونا ویروس سره د ګټورې او شفافې مبارزې، د خلکو نه د ملاتړ او عامه هوساینې په هدف د ۸۹،۹ میلیارده افغانیو یوه کڅوړه برابره کړې ده. د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کڅوړه کې د لګښت پلان او د عوایدو سرچینې شاملې دي. نوموړی زیاتوي چې د یادې بستې له جملې ۳۳،۱ میلیارده افغانۍ له عادي او پراختیايي بودجې تعدیل شوي چې ۲۹،۷ میلیارده له کارونا ویروس سره د مبارزې او ۳،۴ میلیارده افغانۍ عملیاتي او انکشافي برخو ته ځانګړې شوي چې د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل کېږي. Читать дальше...

ټرمپ یو متقاعد جنرال اوکراین کې د خپل هېواد سفارت لپاره کاندیدوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې یو متقاعد جنرال کنېت دایتون په اوکراین کې د خپل هېواد د سفارت لپاره کاندید کړي. امریکا له یوه کال راهیسې په اوکراین کې سفیر نه‌لري. د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ د دایتن د کاندیدۍ خبر اعلان کړ. خو په اوکراین کې د سفیر په توګه د هغه ګومارنه د امریکا د سنا مجلس تأیید ته اړتیا لري. کنېت دایتون اوس‌مهال په اوکراین کې د امریکا د پوځي چارو د لوی سلاکار په توګه کار کوي او په جرمني کې د جورج سي مارشال په نوم د یوه مرکز مشر هم دی. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د دایتن د کاندیدۍ هرکلی کړی دی. Читать дальше...



Москва

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

СК заинтересовался Макаревичем* после разговора с "Зеленским" и слов о концерте в Киеве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Новак Джокович

Джокович — о травме: На данный момент, вроде все нормально, но я не знаю, что будет утром



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Пляжный комплекс The Bassein в Сокольниках полноценно открылся и обновил меню ресторана и бара



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России