افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱،۱۷۳ ته ورسېد
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۵۹۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ زره او ۱۷۳ تنو ته ورسېد. په هغه پیغام کې چې د افغانستان عامي روغتیا وزارت نن دوشنبه رسنیو ته استولی راغلي چې تېره ورځ ۱،۰۹۵ لابراتوار ټسټونه ترسره شول چې په همدې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړ شوی دی. له دې ناروغۍ څخه په افغانستان کې ۲۱۹ تنه مړه شوي دي. په داسې حال کې چې... Читать дальше...