Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2020

Новости за 15.05.2020

د پکتیا ولایتي شورا او مدني فعالان: په ځینو سیمو کې د چرسو کر پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا د ولایتي شورا غړي او یو شمېر مدني فعالان وایي، چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د چرسو کر بیا پیل شوی او په ولایتي اداره غږ کوي، چې د دې توکو د کرنې مخه ونیسي. په پکتیا کې یو شمېر مدني فعالان وایي، په دې ولایت کې د واورو له ختمېدا او د هوا له ګرمېدو سره سم د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د نشه یي توکو کر پیل شوی. د لویې پکتیا د فرهنګي ټولنې مشر سید جمال الدین اصف خېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د نشه یي توکو په وړاندې په مبارزه کې ولایتي اداره پاتې راغلې. د هغه په وینا... Читать дальше...

ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت غړي بېرته خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

نن د سولي ولسي حرکت غړو په جلال اباد ښار کي د وروستیو بریدونو د غندن په خاطر لارون کړی وو. تر لاریون پیلېدو مخکې د ملي امنیت ځواکونو ۵ د سولې ولسي حرکت غړي نیولي وو او دوه ساعته وروسته یې راخوشې کړل. د دغو کسانو د نیول کېدو لامل نه دی بیان شوی. د سولې ولسي حرکت ویاند وویل چې تر دې مخکې دا لاریون د ننګرهار ولایت له چارواکو سره هماهنګ شوی وو خو نه پوهېږي ولې يې غړي نیول شوي دي. د دې پيښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه. په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...



پاکستان د کرونا ویروس د اغېزناکو درملو جواز ترلاسه کړى

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي، د یوه امریکايي شرکت څخه یې پر کوویډ-۱۹ د اغېزناکو درملو جواز تر لاسه کړی دی. د پاکستان د صدراعظم عمران خان سلاکار ظفر مېرزا نن په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دې درملو د جوړولو کار تر راتلونکو شپږو څخه تر اتو میاشتو پورې پیلېږي. میرزا وویل: "ډېر خوشاله یم چې په امریکا کې د ګیلیاد شرکت جواز مو چې دې ته داوطلبانه جواز وايو، په ټوله نړۍ کې پنځو شرکتونو ته ورکړل شوی دی. د دې جواز له مخې به د رمیډي سېویر په نوم درمل په پاکستان کې هم جوړ شي،رمیډي سېویر هغه درمل دي چې په... Читать дальше...

بهرنیو چارو وزارت: د محمد حنیف اتمر سکرتر په وسله وال برید کې ټپي شوى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سکرتر مطیع الله عبدالرحیمزی په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دا برید د پنجشنبې په ورځ د مې په څوارلسمه نېټه د کابل پر لس نیمو بجو په اتمه ناحیه کې وشوه. په اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي عبدالرحیمزي روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دې بريد په غندلو سره ټینګار کړی چې تروريستي اعمال نشي کولای د ملي ګټو او سولې ته د رسېدو په لاره کې خنډ شي. تر اوسه د افغانستان... Читать дальше...

چارواکي: طالبانو کاپیسا کې د اله سای ولسوال پر کور برید کړى

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د دې ولایت د اله سای د ولسوال پر کور برید کړى دى. د اله سای ولسوال نقشبند صافي په دې اړه نن جمعه د مې په پنځلسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسوالي په مرکز کې د ده پر شخصي استوګنځای برید شوى. ده وویل چې د کورنۍ غړي يې د ښځو او کوچنیانو په ګډون په کور کې وو، هغوی ته زیان نه دی اووښتی خو د کور ودانۍ يې خرابه شوې ده. د صافي په وینا وسله والو طالبانو په دې بريد کې له لاسي بمونو او نورو وسلو کار اخیستی. دی وايي امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته... Читать дальше...



تر اوسه کرونا ویروس ټوله نړۍ کې تر  ۳۰۰۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کرونا ویروس د مړینو شمېر تر درې لکه کسانو زیات شو. د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې په امریکا کې تر اوسه په دې ویروس د اخته کسانو شمېر څلور نیم میلیونه ته رسېدلی دی. د نړۍ یو شمېر هېوادونه غواړي شرکتونه او تجارتونه بېرته پرانېزي ځکه د کرونا ویروس له کبله میلیونونه کسانو دندې له لاسه ورکړي. په امریکا کې یو اعشاریه څلور میلیونه کسان په دې ناروغي اخته شوي او اتیا زره مړینې ثبت شوي دي چې دا په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی شمېر دی. امریکايي چارواکو د کرونا ویروس واکسین جوړېدو ته خوشبیني... Читать дальше...

امنیتي چارواکي: پکتيا کې ۴ طالبان د خپل ماين چاودنه کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې پر طالبانو د هغوی خپل ماین چاودلی او ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وایي، دا پېښه پرون د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سیمه کې وشوه. د دې لوا د رسنیو د دفتر مسول ایمل مومند د مې ۱۵ مه د جمعې ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل، چې یادو کسانو د سرک په غاړه ماین ځای پر ځای کاوه چې ورباندې چاودلی. د دوی په وینا ټپي کس د دې ډلې مشر وو. د یوه بل خبر له مخې پرون د پکتیا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ مرکز ته نږدې دوه تنه وسله وال طالبان هغه... Читать дальше...

"په کورونا له مړینې نه ډارېږم، له لوږې مړینه سخته ده"

Pa.azadiradio.com 

د منځنۍ اسیا تر ټولو لوی بازار له نژدې یوې میاشتې راهیسې بند دی. له دې کبله د دغه بازار کارګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي. په قرغیزستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله د دغه بازار بندېدو نژدې ۵۰ زره تنه اغېزمن کړي دي. نور په دې ویدیويي راپور کې ووینئ.

دا څرنګه وحشیان دي چې پر مېرمنو او نویو زېږېدلیو ماشومانو برید کوي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګتن پوسټ لیکي، په داسې وخت کې چې کرونا ویروس د لسګونو زره امریکایانو ژوند اخلي، په بهر کې د یوه ترورستي برید درک سخته کيږي، خو څه چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې وشول، ډېر وحشي و او د هېرېدو نه دي.

امریکا کې ۳۶ میلیونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې شا او خوا ۳ میلیونه نورو کسانو هم د بیکارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې ده. له دې سره د امریکا په متحدو ایالتونو کې د هغو کسانو شمېر چې د کرونا د خپرې شوې وبا له کبله یې دندې له لاسه ورکړي، شا او ۳۶ میلیونو ته ورسېد. په داسې حال کې چې د شپږمې پرلپسې اوونۍ لپاره په امریکا د هغو کسانو شمېر په کمېدو دی چې د بې کارۍ له کبله د دولتي مرستو غوښتنه کوي، خو د کرونا وبا د خپرېدو له کبله په نړۍ کې اقتصادي زیانونه لا هم مخ په زیاتېدو دي. د اروپا، اسیا او شمالي امریکا اقتصادونه د بې کارۍ د زیاتېدو او د تولیداتو له کمي سره مخ دي. Читать дальше...

امنیتي چارواکي: بلخ کې ۴ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

شاهین قول اردو د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې د ۴ طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې دا برید پرون ماسپښین شوی. هغه ویلي: "د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد سیمه کې د ترهګرو طالبانو پر سنګرونو یوه هوايي حمله هغه مهال وشوه چې دوی غوښتل هلته تروریستي فعالیتونه ترسره کړي." وسله والو طالبانو تراوسه د دې ادعا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


Музыкальные новости
Певица

Певица Алсу рассталась с мужем и бизнесом в Крыму





Rss.plus
ЦБ

Хуснуллин: несмотря на ставку ЦБ, приток ипотеки в стройку продолжается




Нефтегазовые доходы бюджета РФ в январе-мае 2024 г. выросли в 1,7 раза

Летний сезон стартовал на ВДНХ

Встреча с депутатами прошла по вопросам строительства в Лосино-Петровском

Авиакомпания Red Wings запускает рейсы между Махачкалой и Псковом




سیمه ییزو ارګانونو اداره: ۵ ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د هېواد د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل. د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سیدشاه سقیم تېره شپه په دې اړه آزادۍ راډیو ته معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه: "تورنجنرال محمد نبي احمدزی د زابل، محمداجمل شاهپور د لوګر، نورمحمد کوهنورد د غور، سیدانور رحمتي د بامیان او محدضیا همدرد د دایکنډي د نویو والیانو په توګه ټاکل شوي." افغان حکومت تراوسه د لیرې شویو والیانو د لیرې کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي. ښاغلي سقیم وویل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هیله لري چې نوي والیان... Читать дальше...

افغان چارواکي: د امنیت ټینګښت لپاره له ټولو امکاناتو کار اخیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سوله د دولت تر ټولو مهم لومړیتوب دی خو په عین حال کې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د دفاع لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي. د بهرنیو چارو وزارت دا بیان د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف د وروستیو څرګندونو پر وړاندې په غبرګون کې خپور کړی دی. کابلوف د چارشنبې په ورځ وروسته له دې چې ولسمشراشرف غني افغان ځواکونو ته له دفاعي حالت څخه د راوتلو او د تهاجمي عملیاتو د پیل امر وکړ وویل چې دا اقدام به د بین الافغاني خبرو پر لور د حرکت مخه ونیسي. Читать дальше...

ناټو: لا هم امېد شته چې افغانستان کې د سولې هڅې پایله ورکړي

Pa.azadiradio.com 

ناټو وايي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سره لاهم دا امېد شته چې د سولې هڅې به پایله ورکړي. د ناټو د پوځي کمېټې مسوول د بریتانیا هوايي مارشال سټیوارت پیچ پرون پنجشنبې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه دا څرګندونې وکړې. ښاغلي پیچ له بروکسل څخه په دې ویډیويي خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې وغندلې. هغه زیاته کړه: "افغانستان ته په خواشینۍ سره روانه اونۍ بیا پام واوښت، موږ پر روغتیايي مرکزونو د دې اونۍ حملې غندو، د... Читать дальше...

د بې سرحده خبریالانو ټولنه: ایران دې د رسنیزو فعالانو نیول ودروي

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د آزادۍ څارونکو ډلو د ایران پر حکومت غږ کړی دی چې د رسنیو د کارکوونکو له پرله پسې توقیفولو څخه په تېره اوس چې د کرونا وبا په خپرېدو ده، لاس واخلي. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې یوه سیمه ایز خبریال د تهران په ایوین زندان کې د حبس اتلس میاشتنۍ دوره حبس پیل کړه. د خپلواک ژورنالیست او کالم لیکوال حسن فاتحي د حبس دوره وروسته له دې چې د ۲۰۱۸ کال په یوه جنايي قضیه کې د استېتاف غوښتنه یې رد شوه تېره اوونۍ پیل شوه. د بشری حقونو د فعالانو خبري آژانس چې مرکز یې په امریکا کې دی او د ایران اړوند... Читать дальше...

امریکا: د سنا د استخباراتي کمېټې مشر له خپلې دندې لرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د متحدایالاتو د سنا د استخباراتي کمېټې جمهوریپال مشر ریچارډ بارو په داسې حال کې چې په یوه مالي قضیه کې کې د هغه د ګډون په اړه څېړنې روانې دي نن له خپلې دندې لرې شي. د دې څېړنو په پای کې به معلومېږي چې آیا ښاغلي بارو له مالي تاوانه د ځان د ژغورنې په مقصد د ونډو د پلورلو لپاره د کورونا د وبا د خپرېدو په اړه محرم معلومات کارولي دي کنه؟ په سنا کې د اکثریت مشر مایکل مککونیل پرون د مې په ۱۴مه په یوه بیان کې وویل ښاغلي بارو سهار تماس ورسره ونیو او ده ته یې د څېړنو په معلق حالت کې له دندې د لاس اخیستو خبر ورکړ. Читать дальше...

مونټينیګرو کې لسګونه معترضان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د مونټينیګرو پولیس وايي چې د پنجشنبې په شپه ۶۰ معترضان له نښتو وروسته نیول شوي دي. معترضانو د سربیا د ارتودوکس کلیسا د اتو روحاني شخصیتونو د خوشې کېدو غوښتنه کوله. دا کسان په دې تور نیول شوي دي چې مذهبي مراسم یې جوړ کړي وو، ځکه د کرونا ویروس له کبله د ټولنو جوړول ممنوع اعلان شوي دي. پولیسو د چارشنبې ورځې په شپه په نیکسیچ او پلجیولا ښارګوټو کې د اعتراضونو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د بېسده کوونکو بمونو څخه کار واخیست. پولیسو په یوه بیان کې ویلي دي چې د نښتو په ترڅ کې ۲۱ پولیس هم ټپیان شوي چې یو پکې روغتون کې بستر شوی.



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: парад кадетского движения Москвы, госнаграда и открытие пешеходной галереи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Нюша

Нюша рассказала, на что бы потратила легкие деньги




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве

Ученики школы №1354 одержали победу в финале Московской спартакиады молодежи допризывного возраста

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»


WTA

Ига Свёнтек одержала 40 побед над теннисистками из топ-10 рейтинга WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Where to find Real Madrid vs Dortmund on US TV: June 1, 2024



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России