د محدودیتونو دوام؛ د شمال په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور کم شوی
د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د محدودیتونو زیاتوالي په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور کم کړی دی.
د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د محدودیتونو زیاتوالي په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور کم کړی دی.
د کابل اوسېدونکی بهترین پکتیاوال چې په کرونا ویروس اخته شوی و، اوس له دې ویروسه روغ رمټ شوی او عادي ژوند یې پیل کړی. نور جزئیات د فرید الله سعادت په راپور کې:
په غزني کې یو دیني عالم او د سولې ولسي حرکت غړی مولوي بهاوالدین په وسله وال برید کې وژل شوی دی. د ولایت ویاند وحیدالله جمعه زاده د دو شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "مولوي بهاوالدین نن له غرمې وروسته د ښار د قره باغ اډې په سیمې کې ناڅرګنده کسانو په بې غږه توفنچه وژلی دی." ښاغلي دوجمعه زاده زیاتوي، مولوي بهاوالدین په دولت کې هېڅ رسمي دنده نه درلوده او په خپل شخصي کاروبار بوخت و. د غزني مدني فعالان وايي، مولوي بهاوالدین یو مدني فعال، دیني عالم او د سولې ولسي حرکت غړی و. په غزني کې ډېری وخت... Читать дальше...
محبوبه اخترزاده په افغانستان کې زېږېدلې او د پولیو ناروغۍ له کبله یې دواړې پښې فلج شوي. دې نسبتاً ستونزمن ژوند تر شا پرې ایښی او اوس په امریکا کې په یوه لوی شرکت کې سافټ ویېر انجنیره ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالب زندانیانو د ازادېدو لړۍ په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره ودروله.
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د بشر دوستانه اوربند د غوښتنې ملاتړ وکړ. د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړي استازي رولاند کوبیا تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې اروپایې ټولنه او امریکا د اوربند په اړه چې اوس یو انتخاب نه بلکه اړتیا ده، په یوه نظر دي. نوموړی زیاتوي تقریباً ټوله نړۍ د دې ډول اوربند غوښتونکې ده. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ناټو په دې وروستیو کې له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د وروستیو چاودنو په تړاو د ۱۲ مشکوکو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت ویاند طارق آرین نن دوشنبه په یوه ویډیویې پیغام کې رسنیو ته ویلي چې دا کسان په تیرو دوو اونیو کې نیول شوي دي. هغه زیاتوي: "۱۲ تنه په کابل کې د ماینونو د ایښودلو په تړاو نیول شوي چې د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې ونیول شول او افغان کشفي ځواکونه لا هم د هغوی شبکې تعقیبوي، په همدې حال کې د سړک غاړي څلور ماینونه خنثی شوي، څلویښت لاسي بمونه، دوه ځان وژونکي له انتحاري واسکټونو سره... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د سویل ختیځې اسیا لپاره د داعش ډلې مشر ضیاالحق چې په شیخ ابو عمر خراساني مشهور دی، له نورو مهمو کسانو سره یوځای نیولی دی. د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت په یوې ګډې اعلامیې کې چې نن دوشنبه خپره شوه راغلي چې یاد کس د ملي امنیت او د پولیسو د ۲۲۲ ځانګړي قطعې په ګډو عملیاتو کې ونیول شو. اعلامیه زیاتوي په دې عملیاتو کې د جنوبي آسیا لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مسول ابوعلي او د عامه اړیکو مسول صهیب هم نیول شوي دي. د اعلامیې له مخې دا عملیات د ملي... Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي ، ډېر ژر به خواله رسنیو کې یوې بې وزلې ماشومې سره د خیریه بنسټ د مسئول د چلند په تړاو څېړنې بشپړې کړي.
په داسې حال کې چې میلیونونه کسان بې دندې شوي او اقتصاد له رکود سره مخامخ دی، په ټوله نړۍ کې حکومتونه غواړي چې خپل اقتصاد بېرته پر پښو ودروي.
د کابل پولیس وایي نن سهار په پلازمېنه کابل کې په څلورو چاودنو کې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن رسنیو ته وویل چې دا د سړک غاړې ماینونو چاودنې وې چې د کابل په ۱۷مه، ناحیه کې وشوې. تر اوسه د دې پېښي مسؤلیت چا نهدی منلی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کرونا ویروس په نویو ثبت شویو کې ډېری پېښې بیا هم په کابل کې دي.
یوه ایرانې کښتۍ په تصادفي ډول د همدې هېواد د سمندري تمریناتو پر مهال په توغول شوي راکټ لګېدلې چې له امله یې ۱۹ کسان په کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د ایران سمندري ځواکونو نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو وویل چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ په عمان خلیج کې د تمریناتو پر مهال شوې ده. تر دې وړاندي د ایران دولتي رسنیو د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی و. د ایران نیمه دولتي خبري آژانس ایسنا راپور ورکړی چې دا کنارک نومې کښتۍ یوه ملاتړې کښتې وه چې تر پېښې وروسته په سیمه کې یوې وچې ته انتقال شوې ده. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په فرانسې او اسپانیې کې پرمیلیونونو وګړو نن د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه کم شوي خو بریتانیا دا بندیزونه نور هم وغځول. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په دغو بندیزونو کې ډیر لږ کموالی اعلان کړ. په فرانسې کې تر اتو اونیو وروسته خلک کولی شي د ګرځېدو له ځانګړي جواز پرته د باندې ووځي او ځیني دکانونه به پرانیستل شي خو رستورانتونه، سینما او تیاتر به لا هم تړلي وي. هسپانویان هم چې د دې ویروس د ډېرو ځپل شویو سیمو لکه مادرید او بارسلونا بهر ژوند کوي، کولی شي رستورانونو او بارونو ته چې خلاصه فضا لري، ولاړ شي. Читать дальше...
وروسته له هغې چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د ایران پولهستاتو ځواکونو شااوخوا ۵۰ افغان کارګر له شکنجې وروسته اوبو ته وغورځول دغې پېښې په هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارول.
د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل وايي، د سوریې په شمال لویدیځ کې یې د تېر کال په اوږدو کې د سوریې د دولتي ځواکونو او روسیې د پوځ له خوا ۱۸ داسې بریدونه ثبت کړې دي چې له جنګي جرایمو سره انډول دي.
په لوګر کې درې تنه انسان تښتوونکي نیول شوي. د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند د لومړۍ حوزې پولیسو هغه درې تنه انسان تښتوونکي نیولي چې د وسایطو او انسانانو په تښتولو کې یې لاس درلود. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل: "یادو کسانو غوښتل د صرافانو مارکېټ په سیمه کې د وسایطو د غلا سربېره یو صراف وتښتوي چې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې د منسوبینو لهخوا ونیول شول." د ښاغلي احمدزي په وینا دغو درېیو انسان تښتوونکو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت په زابل او لغمان ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو د شنډولو خبر ورکوي. د دغه وزارت اعلامیه زیاتوي چې طالبانو تېره شپه پلان درلود د زابل د میزان ولسوالۍ په زرداد کلي او د قلات په اومکۍ سیمه کې بریدونه وکړي. اعلامیه زیاتوي دولتي ځواکونه چې په دفاعي حالت کې وو، د هوایي ځواک په ملاتړ اقدام وکړ چې په نتیجه کې ۶ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي او په دې توګهیې برید شنډ شو. دفاع وزارت دا هم ویلي چې د طالبانو څلور موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات لهمنځه تللي دي. Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه 'ژوند په شېیو کې' پروګرام د وچې ډوډۍ تاریخچې ته ځانګړی شوی چې د وچې ډوډۍ په ډولونو کې څومره بدلون راغلی دی؟
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه بڼوالو او بزګرانو ته کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه پوهاوی ورکوي څو له اقتصادي زیانونو خوندي پاتې شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاده پروژه د نړیوال روغتیایي سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لارښوونو ترسره کېږي. نوموړي وویل، د دغو لارښوونو په استفادې سره یو شمېر پیغامونه جوړ شوي او دغه پیغامونه په چاپي او غیر چاپي بڼه پر بڼوالو او مالدارانو وېشل کېږي. د عامه پوهاوي دغه کمپاین د مخکښو بزګرانو او مالدارانو او... Читать дальше...
ټاکل شوې چې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د جنوبي کوریا د نړیوالو همکاریو دفتر ترمنځ د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شي. د افغان-کوریا انسټټیوټ مسؤل میر جلالالدین هشام نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون پر بنسټ به د افغان-کوریا انسټټیوټ په غوره ملي مرکز بدل شي او فني او حرفوي کار کوونکو سره به مرستې دوام پیدا کړي. نوموړي وویل چې دغه تړون د پنځو کلونو لپاره دی چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې به دوام کوي. د مسؤلینو په وینا د دې مرکز د فارغېدونکو کسانو اسناد به په کور دننه او بهر د باور وړ وي. Читать дальше...
د سرمقاله لیکونکي په باور، د دې نظام تر ټولو ناوړه اړخ دا دی چې عملاً به د ولس په رایه او اراده ملنډې وهل کېږي او د ډیموکراسۍ یوه مسخره ظاهري تشریفاتي بڼه به پاتې وي او هر څه به د بهرنیانو او د هغوی د اردلیانو په لاس کې وي.
په مقاله کې راغلي، د افغانستان جګړه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یو لک او ۱۰ زره افغانان وژل شوي، خو روغتیایي کارکوونکو دغې خپرونې ته ویلي، د افغانستان کمزوري روغتیایي وضعیت او د خلکو نهپوهاوي ته په کتو، ممکن د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ افغانستان ته له جګړې هم درنه پریوځي.
په ایټالیا کې دا دوه ورځې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو کسانو شمېر کم شوی. یکشنبه ۱۶۵ کسان مړه شوي دي. شنبه د مړو شمېر لږ زیات و ۱۹۴. د نویو مثبتو پېښو شمېر هم هره ورځ په کمېدو دی ځکه تېره ورځ ۸۰۰ و او دا له مارچ میاشتې په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو ټېټ شمېر یاد شوی. ایټالیا کې تر امریکا او بریتانیا وروسته د کرونا ویروس له لاسه ډېر کسان مړه شوي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ایټالیا کې په کرونا ویروس نږدې ۲۲۰ زره کسان اخته دي چې له ډلې یې څه باندې ۳۰ زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي. Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر د لګېدلو محدودیتونو د کمولو اعلان وکړ. هغه یکشنبه ناوخته په وېډیويي بیانیه کې وویل، کوم خلک چې له کورونو کار نهشي کولای سر له راروانې اوونۍ دې کارځایونو ته ورشي. هغه بیا دا ټینګار هم وکړ چې په عامه ټرانسپورت کې له تګ راتګ ډډه وشي او هم دې ټولنیز واټن رعایت شي. صدراعظم بورېس جانسون به نن دوشنبه د قرنطین د محدودیتونو د کمولو په اړه د بریتانیا پارلمان ته جزئیات ورکړي. د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه یوازې... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости