ایران: له امریکا سره د بندیانو بشپړې تبادلې ته چمتو یوو
ایران وايي چې له متحدایالاتو سره د بندیانو بشپړې تبادلې ته چمتو دی خو د امریکا حکومت د ایران دې غوښتې ته تراوسه ځواب نه دی ویلی. د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي نن یکشنبې نیوز آنلاین خبري ویبپاڼې ته وویل موږ اعلان کړی چې چمتو یو له قید او شرط پرته له امریکا سره ټول بندیان تبادله کړو او دې ته هم تیار یو چې له امریکايانو سره د ټولو مسایلو په اړه بحث وکړو خو امریکايي چارواکو تراوسه موږ ته هیڅ ځواب نه دی راکړی. ښاغلي ربیعي زیاته کړه، موږ په محبسونو کې د ایراني بندیانو د مصوونیت له کبله اندیښمن یو... Читать дальше...