Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2020

Новости за 31.05.2020

ارزګان کې وهل شوې زليخا عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

دغه مېرمن د خاوند له لوري څو ځلې شکنجه شوې او په ډېر ظلم سره وهل شوې او اوس په روغتون کې بستر ده. روغتیايي مسؤلین هم وايي چې د زليخا روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی. د دې مېرمنې خپلوان هم له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي. په دې اړه نور حال له ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت راپور کې.

د خورشيد ټلوېزيون خبريال ضمير اميري خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

خپلوانو يې ضمير اميري له ټولو هيلو سره خاورو ته وسپاره. د خورشيد ټلوېزيون دوه تنه کارکوونکي ضمير اميري او شفيق‌الله ذبيح د دوشنبې په ورځ د سړک غاړې چاودنې له امله ووژل شول له دوی سربېره شپږ کسان نور ټپيان شول. داعش ډلې د دې حملې مسؤليت په غاړه اخيستی. شفيع کريمي دا راپور چمتو کړی.

قبرس ته وړیا سفر، خو که دغه هېواد کې په کرونا اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بیرته په پښو ودروي. کرونا ویروس دغه صنعت چې د اروپایي ټولنې سل سلنه اقتصاد پرې ولاړ دی، سخت ځپلی دی. هېوادونو بېلابیلې تګلارې او تشویقي برنامې د ګرځندوی بیا ژوندي کېدو ته پام کې نیولي. نور په دې ویډیو کې وګوری.



امریکا کې د یوه تور پوستي د وژنې په غبرګون اعتراضونه وغځېدل

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د نژادي عدالت غوښتنې لپاره اعتراضونه چې د یو سپین پوستي پولیس په لاس د یوه تور پوستي وګړي له مړینې وروسته وپارېدل، پرون د مې په د۳۰مه څو لویو ښارونو ته هم وغځېدل. دا اعتراضونه په نیویارک، واشنګټن، اتلانتا، شیکاګو، لاس انجلس او یو شمیر نورو ایالتونو کې وشول. ۴۶ کلن تور پوستي جورج فلوید د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ساه ورکړه چې د پولیسو یوه سپین پوستي افسر د میناسوتا ایالت د مینیاپولیس ښار په یوه سړک کې د هغه په لاسونو کې زولنې واچولې، مخ پر ځمکه‌یې څملاوه او خپل زنګنونه‌یې د هغه پر اورمېږ کېښودل. Читать дальше...

سعودي کې ۹۰ زره جوماتونه بېرته پرانیستل شول

Pa.azadiradio.com 

په سعودي عربستان کې له مکې مکرمې پرته د نورو ښارونو زرګونه جوماتونه چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې بند شوي و نن د لومړي ځل لپاره بیا پرانیستل شول، خو لمونځ کوونکو ته ویل شوي دي چې د دې وبا د مخنیوي لپاره باید لازم مقررات په کلکه مراعات کړي. د سعودي حکومت شاوخوا ۹۰ زره جوماتونه وروسته له دې چې د هغو پر غالیو، د اوداسه پر ځایونو او الماریو یې عفوني ضد مواد وپاشل پرانیستل. د سعودي د اسلامي چارو وزارت وايي د 'SMS' له لارې په میلیونونو پیغامونو کې یې خلکو ته د لمانځه د دوه متره فاصلې... Читать дальше...

د کابل پولیسو ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قوماندانۍ په پلازمېنه کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳ کسانو د نیولو خبر ورکوي. د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي د کابل جنايي پولیسو دا کسان د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې توقیف کړي دي. د خبرپاڼې له مخې دا ۱۳ کسان چې له ځینو څخه‌یې وسلې هم ترلاسه شوي د قتل، شوکو، غلاوو او له خلکو د باج اخیستو په بېلابېلو مواردو تورن دي.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۶۸۰ نور کسان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي. دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي چې دا شمېره د څه باندې ۱،۱۰۰ مشکوکو مواردو له معاینې وروسته ترلاسه شوې دي. په بیان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د ۸ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی. له دې نویو مواردو سره په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو ټوله شمېره ۱۵،۲۰۵ ته او د مړینو شمېره ۲۵۷ ته لوړه شوه.



هرات کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي او یو ماشوم سخت ټپي دی. د هرات والي ویاند جېلاني فرهاد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل پېښه تېره شپه شوې او په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ښاغلی فرهاد زیاتوي: "له یو ټېلري موټر سره د سورلۍ د یو سرف ډوله موټر د ټکر له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي چې ۳ تنه‌یې ښځې، ۴ نارینه او ۲ ماشومان دي." د ښاغلي فرهاد په وینا د دې پېښې ټول قربانیان د کاپیسا ولایت اوسېدونکي دي. د هرات د والي ویاند د دې پېښې علت ټرافیکي قواعدو ته د موټر چلوونکو نه‌پاملرنه بللې ده.

داعش د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د برید مسؤلیت واخیست

Pa.azadiradio.com 

اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د هغه ترورېستي برید مسؤلیت منلی چې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي همکار په‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول. د خورشید ټلوېزیون مسؤل محمد رفیع رفیق صدیقي رسنیو ته ویلي دي چې پر همکارانو یې ترورېستي برید شوی دی. د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې حکومت دا برید په کلکه غندي او زیاته‌یې کړه چې د پېښې په اړه به څېړنې وشي. د بخښنې نړیوال سازمان، د ژورنالېستانو د ملاتړ نړیوالې ټولنې او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله... Читать дальше...

افغان حکومت ۲۹۰ تنه نور طالب زندانیان ازادوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت هیله لري چې دا کار به د طالبانو له‌خوا پیل شوی تاوتریخوالی راکم کړي.

د هند د مرسته شويو غنمو ۳مه بېړۍ چابهار ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د هند د مرسته شويو غنمو د لېږدونې درېيمه بېړۍ پرون ناوخته چابهار ته ورسېده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو ٥ زره ٧٥٠ مټريک ټنه چابهار بندر ته ورسېدل او هېواد ته د دغو غنمو لېږدول پيل شوي دي. د دغو غنمو په لېږدونې سره د هندوستان د مرسته شويو غنمو له جملې څخه نږدې ٢١ زره مټريک ټنه‌يې لېږدول کېږي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو بېړني حالت او غنمو ته د زياتې اړتيا وضیعت کابو کړي. دوی وایي له دې سره جوخت د پاتې... Читать дальше...

د افغانستان مالیې وزارت: ملي شورا دې د کرونا بودجه ژر تصیب کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت له ملي شورا نه غواړي چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بودجه ژر تر ژره تصیب کړي. د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې مالیې وزارت د ثور په ١٥مه نېټه د بودجې سند ولسي جرګې ته سپارلی، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم دغه سند نه‌دی تصویب او بې‌پرخلیکه پاتې دی. دی وایي چې په عادي بودجه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیارده او ۱۶۹ میلیونه افغانۍ تعدیلات راغلي چې باید ملي شورا یې له ارزونو وروسته تصویب کړي. دا په... Читать дальше...

اصلاح: په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د نویو هڅو پیل!

Pa.azadiradio.com 

د سرمقالې په یوه برخه کې د جګړې پر ښکیلو لورو غږ شوی چې د بیان ازادي د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ومني او په باور یې د رسنیو د یوڅو کارکوونکو په وژلو سره دا امکان نه لري چې د رسنیو او مطبوعاتو تګلاره بدله شي.

ملي امنیت شورا: په ۲ ورځو کې د طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي دي. د ملي امنیت شورا ویاند، جاوېد فیصل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له پلچرخي، د پروان له مرکزي توقیف ځایه او نورو ولایتي زندانونو خوشې شوي دي. جاوېد فیصل زیاته کړه: "دا لړۍ به نن یکشنبه هم دوام لري تر څو د جمهور رئیس له فرمان سره سم د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشې شي.  هغه نه‌دي ویلي چې نن به څو زندانیان خوشې کېږي.  د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشي شوي خو دا لړۍ لا هم روانه ده. Читать дальше...


Музыкальные новости
Андрей Макаревич

Осужденный за срыв концерта Макаревича служит с позывным "Макаревич"





Rss.plus
Анастасия Заворотнюк

"Вечерняя Москва": наследство Заворотнюк поделят на до и после брака




«Лето в Москве. Все на улицу»: столичные НКО проведут 5,5 тыс. мероприятий

Сколько сборная России потратила перед бронзовым Евро-2008: вы будете в шоке от таких цифр

Завершат в 2026 году. Рядом с метро «Отрадное» построят дом по реновации

Истерика в суде: Бандиты услышали приговор и с криками стали расшатывать клетку




روغتیا وزارت: تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې څو چنده زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په یوه وروستي میاشت کې څو برابره زیات شوی دی. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح پرون، د مې په ۳۰مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، د افغانستان پر روغتیايي سکټور به ډېر فشار راشي او د یوې فاجعې د پېښېدو امکان شته. مجروح وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۴۵۰۰ اوښتې دي. مجروح وویل چې د کرونا ویروس له کبله ۲۴۹ تنه مړه شوي دي. د افغانستان... Читать дальше...

انګېلا مېرکل واشنګټن ته د ورتګ لپاره د ټرمپ بلنه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل واشنګټن ته د ورتګ لپاره د ډونالډ ټرمپ بلنه رد کړه. د امریکا ولسمشر انګېلا مېرکل ته بلنه ورکړې وه چې د نړۍ د سترو ۷ صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي. پولیټیکو خبري اژانس د جرمني د حکومت د ویاند په حواله لیکلي چې صدراعظمې انګېلا مېرکل له ولسمشر ټرمپ څخه مننه کړې چې د جون د میاشتې په وروستیو کې یې غونډې ته ور بللې وه. خو له دې کبله چې د کرونا وبا خپره شوې صدراعظمه مېرکل لا نه شي کولای چې واشنګټن ته له سفر وکړي خو د کرونا وبا له کبله رامنځته شوی وضعیت له نږدې څاري. Читать дальше...

چارواکي: پروان کې وسله ‌والو طالبانو ۳ ملکيان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې چارواکو ویلي چې پر یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو طالبانو په برید کې درې ملکي کسان وژل شوي دي. د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار پرون، د مې په ۳۰مه، ازادي راډیوته وویل چې پېښه د جوي دختر په سیمه کې شوې ده. وحیده شهکار زیاته وویل: "وسله‌والو طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ په جوي دختر سیمه کې د هاوان د ګولۍ ډز کړی چې هدف‌یې د امنیتي ځواکونو پوسته وه خو پر یوه کور لګېدلی او د یوې کورنۍ درې ځوانان په کې وژل شوي دي. خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې دا کار دوی نه‌دی کړی.

روحاني: ایران کې به ژر جوماتونو کې د ورځې لمونځونه پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون، د مې په ۳۰مه، وویل چې په دې هېواد کې به ډېر ژر په جوماتونو کې د ورځې لمونځونه پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران په ځیني برخو کې د کرونا ویروس لا هم د خپرېدو په حال کې دی. حسن روحاني پرون وویل: "د ایران جوماتونه به ډېر ژر د ورځني لمانځه لپاره پرانیستل شي او روغتیايي سپارښتنې باید په پام کې ونیول شي." په ایران کې حکومت له یوې مودې راهیسې د کرونا د وبا له کبله د لګول شوو بندیزونو په نرمولو لګیا دی. د ایران د رسمي خبري سرچینوپه حواله، ۱۵۰ زره کسان په دې هېواد... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: امریکا دې روغتیا نړیوال سازمان سره په پرې کړو اړیکو غور وکړي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې له امریکا غوښتنه کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان سره د اړیکو د پرې کولو پر پرېکړه له سره غور وکړي. د امریکا متحدو ایالاتو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان پر فعالیت د سخت انتقاد له کبله ویلي چې له دې سازمان سره مالي مرستې به په نړۍ کې د نورو روغتیايي ادارو لپاره ځانګړې کړي. امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان تر ټولو لوی تمویلونکی هېواد دی. د اروپا د کمېسیون مشرې او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر دواړو پرون د مې په ۳۰مه، په ګډه اعلامیه کې وویل چې د کرونا... Читать дальше...



Москва

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

Осужденный за срыв концерта Макаревича служит с позывным "Макаревич"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Ролан Гаррос

Теннисист Джокович побил рекорд Федерера по победам на турнирах "Большого шлема"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России