Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2020

Новости за 07.05.2020

په کندهار کې تازه او ګټوره تجربه

Pa.azadiradio.com 

یوه افغان زلمي د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د ځمکني توتو کښت تجربه کړی. هغه اوس له خپلې کروندې په کال کې ۳ وارې حاصل اخلي او بازار ته یې وړاندې کوي. صادق رښتینی د دغه ځوان، چې کرهڼه یې لوستې، کروندې ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په کرونا ویروس اخته شوی دی.   د دغه وزارت ویاند وحید مایار رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې دا موضوع تأیید کړه او ویې‎ویل چې د ښاغلي فېروز روغتیايي وضعیت ښه دی. ښاغلی مایار زیاتوي: "ښاغلي فېروز له څو ورځو راهیسې د کرونا ویروس نښې نښانې درلودې او په کورني قرنطین کې و، روغتیايي وضعیت‎یې ښه دی او په تجرید کې دی." دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې ښاغلی فېروز په رسنیو او رسنیزو غونډو کې نه‎دی لیدل شوی.



د کرونا وبا میلیونونه میندې او نوي زېږېدلي ماشومان له خطر سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

یونېسف په یوه تازه راپور کې په دې اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي چې اټکل شوی د 'کووېډ-۱۹' وبا د اعلان له پیل څخه تر ۹ میاشتو پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۶ میلیونه نوي ماشومان وزېږي چې ۲۹ میلیونه به‌یې په جنوبي اسیا کې وي.

یو ایرانی سړی د اوښ تشې (متیازې) په عراقیانو پلوري

Pa.azadiradio.com 

یوه ایراني سړي د اوښ تشې د دغه هېواد د ګمرکاتو په رسمي لېست کې ثبت کړي او په عراقیانو یې پلوري. د ازادې اروپا د فردا څانګې د یوه راپور له مخې حامد ترعیب وايي چې دی د اوښ یو لیتر تشې (متیازې) په ۵۰ ډالرو پلوري او له اتو میاشتو راهیسې یې ۳۷۰ لیتره خرڅې کړې دي. حامد وايي کله‌یې چې غوښتل د اوښ تشې د صادرولو لپاره رسمي جواز ترلاسه کړي د کرنې او مالدارۍ ادارې مسؤلینو پورې خندل. د منځني ختیځ په تېره بیا عربو هېوادونو کې ځيني خلک په دې باور دي چې د اوښ تشې د یو شمېر ناروغیو په درملنه کې ګټورې تمامېږي. Читать дальше...

د امریکا ملي ګارد ۶۰ سرتېرو د منځني ختیځ او افغانستان په لور حرکت کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي ګارد ۶۰ سرتېري او شپږ چینهوک هلیکوپټرې منځني ختیځ او افغانستان ته د اکمالاتو د رسولو په هدف پرون له امریکا حرکت پيل کړی. د امریکا په اورېګن کې د ملي ګارد د قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې له افغانستانه د سرتېرو د را ایستلو پروګرام ته په پام به دا سرتېري او په‌کې عسکر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي لپاره د اکمالاتو په برخه کې اغېزمن تمام شي. په اعلامیه کې د جنرال ویلیم پریندر په حواله لیکل شوي چې دغو سرتېرو د اکمالاتو په برخه کې ډېر فعالیتونه کړي او خپله وړتیا یې ښودلې ده. امریکایي... Читать дальше...

روسیه له کوويډ۱۹ سره جګړه - په محصلینو کوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د طب محصلین وايي که په روغتونو کې په کورونا ویروس له اخته ناروغانو سره کار ونکړي، له پوهنتونه د ایستل کېدو له تهدید سره مخامخ کیږي. روسیه هره ورځ شا او خوا لس زره د کوويډ۱۹ نوې پيښې راپور ورکوي . ویل کیږي په دې هیواد کې تر سلو زیات روغتیایي کارکوونکي د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.



ملګري ملتونه: خوارو هېوادونو کې به 'کووېد-۱۹' ناروغي اوج ته ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د همدې لپاره په خوارو هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي او رامنځته کېدونکي بحران لپاره د پنجشنبې په ورځ د څلور میلیارده او ۷۰۰ میلیونه نورو ډالرو غوښتنه وکړه، ترڅو د میلیونونو انسانانو ژوند وژغوري او د کرونا ویروس د خپرېدو مخه په هغو هېوادونو کې ونیسي چې ځپل شوي دي.

د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته باور رایه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته چهارشنبه ناوخته په غوڅ اکثریت د باور رأیه ورکړه. په دې ترتیب د عراق د نوې کابینې د تشکیل لانجه چې له میاشتو میاشتو د دې هېواد د کړکېچ یو عمده دلیل بلل کېږي تر یوې اندازې هوار شو. مصطفی‌الکاظمي د عراق د ملي اطلاعاتو پخوانی رئیس و. د الکاظمي د نوې کابینې ۱۵ نوماند وزیرانو هم د باور رایه خپله کړه. یوازې د بهرنیو چارو او د نفتو نوماند وزیرانو د عراق په پارلمان کې د خلکو د استازو د نظر د اختلاف په سبب د باور رایه وانه‌خیسته. د عراق په پلازمېنه بغداد... Читать дальше...

یونېسف: د کرونا ویروس له اعلان وروسته به ۱۱۶ میلیونه ماشومان وزېږېږي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي د 'کووېډ-۱۹' وبا له اعلان څخه وروسته په ۹ میاشتو کې به په ټوله نړۍ کې ۱۱۶ میلیونه ماشومان وزېږېږي. له دې ډلې یو میلیون ماشومان به په افغانستان کې دې نړۍ ته سترګې پرانیزي. یونېسف په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په خاطر به امېندوارې ښځې او نوي زېږېدونکي ماشومان له ستونزو سره مخ وي. په اعلامیه کې له دولتونو او تمویلوونکو ادارو غوښتل شوي چې امېندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره بېړني روغتیايي خدمتونه تأمین کړي.... Читать дальше...

صالح: د ترهګرو او د هغوی تمویلوونکو په وړاندې شواهد په ډېرېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مرستیال ولسمشر امراالله صالح د کابل په شمال کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو وروستي عملیات بریالي بللي او ویلي یې دي چې د ترهګرو او د هغوی د تمویلوونکو په وړاندې د شواهدو اندازه مخ په ډېرېدو ده. صالح نن سهار په یوه ټویټ کې د دې مسئلې یادونه کړې ده. هغه ویلي چې د افغانستان ملي امنیت ته د کابل په شمال کې د داعش خراسان او حقاني ډلې په ګډې هستې د بریالیو عملیاتو مبارکي وايي. د افغانستان مرستیال ولسمشر ویلي چې په دې عملیاتو کې د نیول شویو مهماتو په ډله کې د داعش ډلې مشهوره چاړه چې د خلکو... Читать дальше...

خلیل‌زاد په دوحه کې له ملا برادر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیل‌زاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپله ټویټر پاڼه د دې لیدنې خبر ورکړی دی. شاهین لیکلي چې ډاکتر خلیل‌زاد او ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مطلق‌القحطاني په حضور کې د بندیانو په چټک خلاصون، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل او د توافق‌نامې په بشپړ تطبیق اوږدې خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلامیه ورکړې وه چې... Читать дальше...

پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو د مديریت د برنامې چارې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د نږدې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د مديریت د برنامې چارې پیل شوې. د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مومند وايي چې د دغه پروګرام له مخې به د پکتیا په مرکز ګردېز او ۱۴ ولسوالیو کې ۱۲۲ د ممیزو خونې، ۷۷ د مڼو سړې خونې، ۳۰۲ د کچالانو او ۱۹۹ د پیازو زېرمتونونه جوړ او ۲۲۳ بزګرانو او بڼوالانو ته به د مېوو او سبو وچوونکې الې ووېشل شي. مومند زیاته کړه چې پکتیا ته په دې برخه کې له ۷۰۰ پروژو څخه‌یې هره جوړېدونکې د مڼو سړه خونه به ۲۵ ټنه، هره ممیز خونه به... Читать дальше...

ننګرهار کې د ګل‌خانو د لومړي فصل حاصلات بازار ته وړاندې شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې د ګل‌خانې یا تر پلاستیک لاندې محصولاتو د لومړي فصل حاصلات بازار ته وړاندې شول. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت د کلیوالو او لیرې پرتو سیمو د کرنې پراختیا پروژې په ننګرهار ولایت کې بزګرانو او علاقه‌مندانو ته ۱۸۰ لویې سوداګریزې ګل‌خانې او ښځو ته ۲۳۰ وړې ګل‌خانې جوړې کړي. نوموړي زیاته کړه، دغه ګل‌خانې په اچین، کوټ، رودات، خوګیاڼیو، چپرهار او شېرزادو ولسوالیو کې ۴۱۰ بزګرانو ته جوړې شوې. نوموړی وايي اوس‌مهال بزګرانو له دې... Читать дальше...

ټرمپ د ایران پر وړاندې نظامي اقدام په اړه د کانګرس پرېکړه‌لیک ویتو کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس هغه پرېکړه‌لیک ویتو کړ چې پر ایران د کانګرس له اجازې پرته د پوځي اقدم مخه نیسي. په هغه بیان کې چې پرون خپور شوی، ټرمپ د ولسمشر د جګړې د صلاحیتونو د محدودولو لپاره د کانګرس د غړو دغه هڅه ډېر سپکاوی او له حقایقو او قانون څخه د ناسم درک پر اساس بللې ده. د استازو جرګې له‌خوا دغه نادره دوه ګوندیز پرېکړه‌لیک چې اجرایي بڼه نه‌لري، په تېره مارچ میاشت کې تصویب شوی و. مخکې دغه پرېکړه‌لیک سنا جرګې هم تأیید کړی و. دغه پرېکړه‌لیک د امریکا په هوایي برید... Читать дальше...

پنټاګون: د امریکا پوځ تېر کال افغانستان کې ۱۰۸ ملکي وګړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ وایي، تېر کال د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. په هغه راپور کې چې پرون د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له‌خوا خپور شوی ویل شوي چې تېر کال د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه راپور له مخې تر ټولو ډېر تلفات په افغانستان کې ملکي وګړو ته رسېدلي چې د وژل شویو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د ټپیانو ۷۵ تنه ښودل شوی دی. خو د بخښنې... Читать дальше...

اروپایي ټولنې له لوېدیځ بالکان سره د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې مشرانو د لوېدیځ بالکان هېوادونو سره د خپل ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه څو دا هېوادونه بالاخره د دغه بلاک غړي شي. د اروپایي ټولنې مشرانو د کرونا ویروس د بحران سره د مبارزې لپاره د لوېدیځ بالکان له هېوادونو سره نویو مالي مرستو ژمنه وکړه. دا ژمنه داسې وخت شوې چې روسیه او چین هم په همدې سیمه کې د نفوذ په لټه کې دي. د اروپایي ټولني مشرانو او د غړو هېوادونو استازو د چهارشنبې په ورځ د مې ۶مه د البانیا، بوسنیا هرزګوېنا، کوسوو، مونته‌نګرو، شمالي مقدونیې او صربیا له مشرانو سره شااوخوا دوه ساعته وېډیویي کنفرانس درلود. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Дистрибьюция Музыки. Цифровая дистрибьюция музыка. Дистрибьюция музыки под ключ.





Rss.plus
Владимир Путин

Путин поручил утвердить проект «Пять морей и озеро Байкал»




Прогноз по грузопотоку по Северному морскому пути: 1,8 млрд т до 2035 года

Вы не скажете, как сказать по английски "Прошу политического убежища"?

Не оттягивайте роды — российские медики бьют тревогу

Вильфанд: лето в Москве начинается с открытия купального сезона




د مسکو ښاروال: صنعتي کارخانې او ساختماني شرکتونه به ژر فعالیت وکړي

Pa.azadiradio.com 

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانن ویلي د مې تر ۱۲مې نېټې وروسته به په دې ښار کې صنعتي کارخانې او ساختماني شرکتونه خپل فعالیت پیل کړي. دا خبرې داسې مهال کېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روسیه کې د کرونا ویروس پېښې تر ۱۰ زرو اوښتي دي. سوبیانن د چهارشنبې په ورځ د مې ۶مه د کابینې په انلاین غونډه کې وکړې. د مسکو ښاروال زیاته کړه سره له دې چې په تېرو څو ورځو کې په پلازمېنه کې د کرونا ویروس رسمي راجستر شوې شمېرې کمې شوي، خو وایي لاهم په مسکو کې د خدماتي سکټورونو د بیا پرانیستلو لپاره وختي دی. په دې غونډه... Читать дальше...

د کرونا وبا په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي که چېرې هېوادونه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو بندیزونو نرمول په ډېر احتیاط او منظم ډول ترسره نه‌کړي، د بندیزونو د بېرته پیلېدو خطر شته. د دې سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د چهارشنبې په ورځ د ځینو اقداماتو لېست وړاندې کړ چې هېوادونه‌یې باید د قرنطین د لیرې کولو او یا نرمولو لپاره په پام کې ونیسي. په دې اقداماتو کې د څارنې کنټرول او د روغتیایي سیستم چمتووالی هم شامل دي. نوموړي په جنوا کې یوې غونډې ته دا هم وویل چې ترڅو د کرونا وبا ختمه شوې نه‌وي، په عادي ډول کارونو ته بېرته ورتګ ممکن نه‌دی. Читать дальше...

افغان زده‌کوونکو ته د یوې ځانګړې وېب‌پاڼې له لارې درس ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت د راډیو او ټلوېزیون له لارې د زده‌کړو ترڅنګ اوس د یوې ځانګړې وېب‌پاڼې له لارې زده‌کوونکو ته درسي خپرونې وړاندې کوي. د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه وېب‌پاڼه به سر له نن څخه د زده‌کوونکو لپاره فعاله شي. نوموړې زیاته کړه: "موږ په دې وېب‌سایټ کې ټول وېډیو او اوډیو یعنې ټلوېزیوني او راډیویي خپرونې اچولې دي. هغه زده‌کوونکي چې کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسی لري او یا هم ځیرک ټیلیفونونه لري، کولای شي په دې وېب‌پاڼه کې درسي وېډیوګانې... Читать дальше...

میدان وردګ کې ۲۲ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ چارواکي وایې په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د میدان وردګ د والي ویاند محب‌الله شریفزي د چهارشنبه په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات وروسته له هغه وشول چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ او څلور تنه‌یې ټپیان کړل. د ښاغلي شریفزي په خبره افغان هوایې ځواکونو په غبرګون کې عملیات وکړل. هغه زیاته کړه: "تېره شپه د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ ته اکمالاتي کاروان پر... Читать дальше...

انټرپول د ۱۹۰۰۰ غلا شویو پخوانیو هنري اثارو د نیولو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

نړیوال پولیس یا انټرپول د ۱۹۰۰۰ غلا شویو پخوانیو هنري اثارو د نیولو خبر ورکړ. په دې کې د افغانستان ۹۷۱ کلتوري اثار هم شته او د کابل په هوایې ډګر کې هغه مهال نیول شوي چې د ترکیې استانبول ښار ته قاچاق کېدل. انټرپول د چهارشنبه په ورځ وویل دا اثار په ۱۰۳ جګړه ځپلو هېوادونو، موزیمونو او نورو لرغونو سیمو کې د قاچاق وړونکو ډلو پر ضد د یادو پولیسو د پراخو عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي دي. د پولیسو په خبره دا عملیات د تېر میلادي کال په دوهمه نیمایې کې شوي وو، خو د عملیاتي دلایلو له کبله نه‌وو افشا شوي. Читать дальше...



Москва

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Концерты оркестра Бутмана посмотрели более 50 миллионов китайцев




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бизнес-тренер Азат Байбурин "заработал" 500 млн рублей и сел

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"

Пассажир остановившегося в тоннеле метро поезда рассказал о происходившем в вагоне


Ролан Гаррос

Медведев пошутил о том, что часто проводит ночные матчи на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Желдорреммаш

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России