امنیتي چارواکي: کابل کې د چاودنو له امله ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي
د کابل امنیتي چارواکي وایي، نن تر غرمې وروسته درې حلقې مقناطیسي ماینونه د یولسمې حوزې په مربوطاتو کې چاودلې چې ۴ ملکي وګړي او یو پولیس په کې ټپیان شوي دي. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن رسنیو ته ویلي چې د چاودنې سیمې ته نژدې یو بل موټر اور اخستی و چې هغه هم د چاودیدونکو موادو ډک وو. د ښاغلي فردوس په خبره د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ ټیم د دغو موادو په شنډولو بوخت شول او سیمه یې د تګ راتګ لپاره هم تړلې وه. د پېښي په تړاو د موټر چلوونکی د پولیسو لخوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی. Читать дальше...