Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 02.11.2019

د کابل په ارغندي کې د برېښنا یو سب ستيشن جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت د کابل په ارغندي کې د برېښنا یو لوی سب ستيشن ګټې اخېستنې ته وسپاره. د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن ازادي راډيو ته وویل،چې پر دغه سب اسټیشن ۱۲۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې داسیا پراختیايي بانک له لوري ورکول کېږي. د ښاغلي توحیدي په وینا، د دغه سب اسټيشن په فعالېدو سره به د کابل د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي. هغه وايي: "د دغه سب سټیشن په فعالېدو سره به د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او میدان وردګو ولایتونو د برېښنا کمیت او کیفیت لوړ شي." د برېښنا شرکت مسؤلین همدارنګه... Читать дальше...

د ازادۍ مارچ ګډونوال له چا ازادي غواړي: عمران خان

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند په مشرۍ د ازادۍ په نوم مارچ کې د اپوزیشن ګوندونو مشران سیاسي یتیمان بللي او وېلي یې دي چې په دې احتجاج د پاکستان دوښمنان خوشاليږي.



ویسا: د سي ای اې له ملاتړو برخمنو افغان ځانګړو ځواکونو جنایات تر کومه؟!

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې را روانې ناستې، د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډېدو او د سي ای اې له ملاتړه برخمنو افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د بشري جنایت په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړي دي.

عبدالله عبدالله د قرغزستان او قزاقستان له صدراعظمانو سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پرون د نومبر په لومړۍ نېټه د قرغزستان او قزاقستان له صدراعظمانو سره د ترورېزم پر ضد په مبارزه او سیمه ییز امنیت خبرې کړي دي. عبدالله عبدالله د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی. هغه په تاشکند کې د دې غونډې په څنډه کې د منځنۍ اسیا د دې جمهوریتونو له مشرانو سره کتلي دي. عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي چې د قرغزستان صدراعظم په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو ملاتړ کړی او له دې بهیر سره یې د مرستې ژمنه کړې ده. Читать дальше...



د کرکټ افغان لوبډله چهارشنبه له ویسټ انډیز سره د مسابقو لړۍ پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د را روانې چهارشنبې په ورځ له ویسټ انډیز سره د مسابقو لړۍ پیل کړي. دا سیالۍ د هند په لکهنوو ښار کې د نومبر په ۶مه پیلېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ لوبډلې به درې ۵۰ اوره او درې ۲۰ اوره سیالۍ او یوه ټېسټ سیالي لري، افغان لوري تیاری ورته نیولی دی." فرید هوتک وویل چې د افغانستان د لوبډلې غړي د تمرین لپاره هند ته رسېدلي دي. د افغانستان د کرکټ لوبډله سږکال د کرکټ د نړیوال جام لپاره په سیالیو... Читать дальше...

دفاع وزارت د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیاری وښود

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې ځواکونه یې د کونړ پر پوله د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار دي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پرون د نومبر په لومړۍ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځيانو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته نږدې تجهیزات زیات کړي او د افغانستان له ځواکونو سره جنګ ته تیاری نیسي. خو د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ځواکونه به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته نفوذ وکړي." د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې په وروستیو څو ورځو کې... Читать дальше...

په روسیه کې د انټرنټ د کارولو یو جنجالي قانون نافذ شو

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې پرون د نومبر په لومړۍ د انټرنټ د کارولو یو جنجالي قانون نافذ شو. پر نوي نافذ شوي قانون د منتقدانو له لوري نیوکه کېده چې سانسور زیاتوي. د ازاد انټرنټ په نوم قانون د روسیې په پارلمان کې تصویب شوی او ولسمشر ولاديمیر پوتین د دې کال په پیل کې توشېح کړی و. د نوي قانون پر اساس، په روسیه کې انټرنټي شبکې باید داسې ځانګړي وسایل انسټال کړي چې له ځانګړو ارتباطي ټکو سره وصلېدلی شي او د روسې د حکومت له لوري کنټرولېږي. په نوی قانون کې د روسیې د د کورنیو انټرنټي شبکو د دومېن نومونو تغییر هم شامل دی. Читать дальше...

ظریف: د امریکا نویو بندیزونو د واشنګټن د کړنلارو ناکامي څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې پر تهران د امریکا نویو بندیزونو د واشنګټن د کړنلارو ناکامي څرګنده کړه. ظریف پر امریکا غږ وکړ چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې سره یو ځای شي. د امریکا حکومت د ایران پر ساختماني صنعت د دې لپاره چې له سپاه پاسداران انقلاب ګارد سره یې اړیکې درلودې، نوي بندیزونه لګولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتیګس پرون پر ټوېټر ولیکل چې سپاه پاسداران انقلاب یو ترورېستي سازمان دی او له دې ډلې سره د تړاو له امله د ایران پر ساختماني صنعت بندیزونه لګول شوي دي. Читать дальше...

اوکراین: د اوکراین د ختیځ وضعیت په اړه وخت ټاکل روسیې پورې اړه لري

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وادیم پریستایکو ویلي چې د هغه هېواد په ختیځ کې د وضعیت په اړه د څلور اړخیزې غونډې د وخت ټاکل په روسیې پورې تړاو لري. په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزیر اندرې زاهرودنیوک ویلي چې د پیترفسک له سیمې د ځواکونو د ایستلو بهیر ځنډوي. دا بهیر باید د نومبر په څلورمه پیل شوی وای، خو د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې د روسیې پلویانو بېلتون غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ د اوربند پر موافقه تېری کړی دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې که په پیترفسک کې... Читать дальше...

بهر ته د نشه یي موادو ۷ قاچاق کوونکي ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د حامد کرزي او کندهار په هوايي ډګرونو کې د نشه يي موادو اووه قاچاق کوونکي ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د عقرب د میاشتې پر اوومه نېټه درې کسان هغه مهال ونیول شول چې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه یې په (۱۹۰) کپسولونو کې دوه کیلو او (۱۲۵) ګرامه هیروئین ځای پر ځای کړي او غوښتل يې چې په خپلو خېټو کې یې هند ته قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې څلور کسان هغه مهال ونیول شول چې یو کیلو او (۱۵) ګرامه هیروئین یې په (۱۳۵) کپسولونو کې ځای پر ځای کړي او د کندهار هوايي ډګر له لارې یې په خپلو خېتو کې هند ته قاچاق کول.

په ننګرهار کې څه د پاسه ۳زره کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه درې زره کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه باندې د برید په نتیجه کې (۳۰۰۰) کیلو ګرامه چرس او (۵۰۰) کیلو ګرامه بنګ ونیول. په دوهمه پېښه کې يې په کوټ ولسوالۍ کې (۱۹) کیلو ګرامه تاریاک ونیول او په درېیمه پېښه کې یې د نشه يي موادو په یوه دوکان کې نهه نیم کیلو ګرامه چرس ونیول.

د نشه یي موادو اته قاچاق کوونکي په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو اته قاچاق کوونکي په بند باندې محکوم کړل. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا اته کسان چې د (۶۲۷۱) کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي وو، د دې مرکز محکمو د علني غونډو په ترڅ کې له یوه کال او شپږو میاشتو څخه نیولې بیا تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي. امنیتي ادارو په دې وروستیو کې (۲۹) نور تورن کسان هم نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې معرفي کړي دي.

په سمنګان کې نږدې ۱۵۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان ولایت کې نږدې (۱۵۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عقرب د میاشتې په اوومه نېټه په یوه لارۍ موټر کې (۱۴۸) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول چې (۷۸) کیلو ګرامه یې چرس، (۶۶) کیلو ګرامه تاریاک او څلور کیلو او (۷۰۰) ګرامه یې مورفین وو. ښاغلي یادګاري زیاته کړه چې د دې اوونۍ په بهير کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو لړ عملیات... Читать дальше...



Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Земфира

Земфира Алиева из Новосибирска стала звездой шоу про главных атлетов страны




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Анастасия Потапова

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Комлесхозе рассказали о наказании за нарушение правил пожарной безопасности



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России