د نیویارک پخوانی ښاروال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي
د نیویارک پخواني ښاروال، امریکايي میلیارډر مایکل بلومبېرګ ویلي چې ځان د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کاندیدوي. ښاغلي بلومبیرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ. هغه په یوه بیان کې وویل: "زه په ټاکنو کې درېږم څو ډونالډټرمپ ته ماتې ورکړم او امریکا له سره جوړه کړم." بلومبیرګ زیاته کړه چې د نورو څلورو کلونو لپاره د ټرمپ د بې پروایۍ او غیراخلاقي سلوک زغم نور نه لري. د بلومبیرګ دا څرګندونې په مارچ میاشت کې د ده له مخکنیو څرګندونو سره چې ویلي یې و، د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ځان نه کاندیدوي، په تضاد کې دي. Читать дальше...