چارواکي: هلمند کې پنځه وسلهوال وژل شوي
میوند قول اردو وايي چې افغان ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسلهوال وژلي او یو يې ژوندی نیولی دی. د ۲۱۵ میوند قول اردو د رسنیو مسؤل عبدالقدیر بهادرزي د دې عملیاتو په اړه چې تېره شپه شوي دي ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې معلومات ورکړل. ښاغلی بهادرزی زیاتوي چې د مارجې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د هېواد د امنیتي دفاعي ځواکونو چاڼیز او یرغلیز عملیات روان دي. چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې له ۳۰ زیاتو وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې سیمې پاکې شوې دي.