څېړنوال مشواڼی: د افغانستان علومو اکاډمي د لغاتونو د راټولونې په یوې علمي پروژې کار کوي
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ او هلته يې د وينا پر مهال پر افغان سوله، اوربند او په دغه هېواد کې د امريکايي سرتېرو پر شمېر کمولو خبرې وکړې. احمد شاه اعظمي په کابل کې د سياسي چارو له پوه مشتاق رحيم سره د ټرمپ د سفر په اړه مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورنه پوښتنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې د ولسمشر ټرمپ دا سفر څه پېغام لري؟
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوي دي.
انډيپنډټ فارسي ورځپاڼې لیکلي چې ملا برادر د نویو متحدینو په لټون پسې وتلی دی.
د اذربایجان واکمن ګوند پرېکړه کړې چې پارلمان منحل کړي او د ګوند له مشر جمهور رییس الهام علييوف څخه وغواړي چې له وخته مخکې عمومي انتخابات وکړي. د نوي اذربایجان د واکمن ګوند اجراییه منشي علي احمدوف په پلازمېنه باکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشر د اصلاحاتو د پالیسۍ ملاتړ د دې پرېکړې هدفونه دي. "د نوي اذربایجان ګوند غړي دې نتیجې ته رسېدلي دي چې مقننه قوه هم باید د ولسمشر الهام عليیوف په مشرۍ د اصلاحاتو له دایرې څخه وتلې پاتې نه شي." ښاغلي احمدوف زیاته کړه چې له وخته مخکې انتخابات به... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي دی پر خپلې هغې خبرې ولاړ دی چې ویلي یې و، د ناټو مغز مړ شوی دی. ښاغلي مکرون د نوامبر په اومه له ایکونومیست مجلې سره په خبرو کې په ناټو کې د ستراتیژیکې همکارۍ پر نشتوالي خپګان ښودلی و او ویلي یې وو چې دی دې ته له ناټو سره د امریکا د تعهد د کمزوري کېدو په سترګه ګوري. د مکرون څرګندونې هغه مهال د دې ټلوالې د غړو له غبرګون سره مخامخ شوې او د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ د دې ټلوالې د ویجاړېدو په اړه خبرداری ورکړ. د فرانسې ولسمشر پرون د نوامبر په ۲۸ په پاریس... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د قانون د حاکمیت او د فساد پرضد د عالي شورا په غونډه کې د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې د ادعاوو په اړه بحث وشو. دا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوې وه. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې غونډه کې ټینګار وشو چې دا قضیه باید د افغانستان د لویې څارنوالی او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا وڅېړل شي او دا ادارې دې بیا خلکو ته په دې برخه کې د خپلو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي. د لوګر د مدني... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم نن په کابل کې لاریون کوي. دا ډله وايي، لاریون د هغه څه د مخنیوي لپاره کېږي چې دوی یې په انتخاباتو کې تقلب بولي. د دې انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې نننۍ ورځ به تاریخ جوړوونکې وي. ښاغلي فرهمند وویل: "سبا یکشنبې به تاریخي نه بلکې تاریخ جوړوونکې ورځ وي. که د دې تاریخ پیل له کابل ښار څخه ونه شي، نو ډاډه اوسئ چې د افغانستان خلک به بیا ښه ورځ ونه ویني." په همدې حال کې... Читать дальше...
د عراق په جنوب کې د دولتي ځواکونو له خوا د اعتراض کوونکو د ځپلو پرمهال ۳۵ کسان وژل شوي. په ځینو نورو راپورونو کې دا شمېره ۴۵ ښودل شوې ده.
د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان دولت به ډېر ژر د اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغو بهرنیو غړو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي چې په ننګرهار ولایت کې حکومت ته تسلیم شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پرون د نوامبر په ۲۸مه نېټه د شکرانې د مذهبي مراسمو په ورځ افغانستان ته ورسېد.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости