ملګري ملتونه: تېرکال نړۍ کې ۶۲ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، وروستیو کلونو کې د خبریالانو د وژنې پیښې زیاتې شوي دي. انتونیو ګوتیریش نن پر خپل ټویټر یوه پيغام کې ویلي، یوازې تېر یوه کال کې ۶۲ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي: "په وروستیو کلونو کې د رسنیو د هغو کار کوونکو د وژنې پیښې زیاتې شوي چې د فساد، قاچاق او نورو بشري سرغړونو په اړه یې راپورونه جوړول. په لسو پېښو کې نژدې نهه یې داسې دي چې عاملین یې بې سزا پاتې کېږي، پر دې سربیره ژورنالېستان له بې شمېره نورو ګواښونو لکه تښتونې، ربړونې، توقیف او ځورونې... Читать дальше...