اتریش کې د ایران او د نړۍ ترمنځ د اټمي تړون په اړه خبرې پیلېږي
ټاکل شوې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د را ژوندي کېدو په اړه خبرې د روانې نوومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې بېرته پیل شي. دغه خبرې له پنځو میاشتې راهیسې په ټپه دریدلې دي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د خدمتونو ادارې پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) په یوه بیان کې د دغو خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکړ او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري چې د تهران له خوا د مرکچي پلاوي مشري کوي، هم په یوه ټویټ کې تائید کړه چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې به د نوومبر په ۲۹ مه نېټه بېرته پیل شي. Читать дальше...