Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 07.11.2021

فدراسیون: سږ به افغانستان کې د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ ترسره نه شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د فوټبال سیالیو په لړ کې به هر کال له بېلابېلو زونونو څخه اتو لوبډلو برخه اخېسته. په دې لوبډلو کې د میوند اتلان، توپان هریرود، شاهین اسمايي، د سپین غر بازان، موج های امو، عقابان هندوکش، د اباسین څپې او سیمرغ البرز وې چې د ښځو په ګډون یې زرګونه نندارچیان هم درلودل. خو سږکال د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه هېواد کې روان وضعیت ته په پام سره به سږکال، د فوټبال د غوره لیګ سیالۍترسره نه شي. د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل، سږکال د فوټبال د غوره لیګ د نه... Читать дальше...

کابل کې د فټبال لوبې پیل شوي

Mashaalradio.com 

په کابل کې د فټبال لوبې پیل شوي چې د نومبر تر ۱۵مې به دوام ولري. دا سيالۍ په داسې وخت کې پیل شوي چې د اسټرالیا لخوا له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د ټیسټ لوبې ځنډولو یو شمېر افغانان خفه کړي دي. په دې اړه انیسه اجمل د رویټرز خبري اژانس ویډیويي راپور پښتو کړی دی.

د تکزاس چارواکي یوه کنسرت کې د ۸ کسانو د وژنې په اړه څېړنې کوي

Pa.azadiradio.com 

د تکزاس ایالت چارواکي په یو کنسرټ کې د ۸ کسانو د وژنې په اړه څېړنه کوي. د امریکا د تکزاس ایالت چارواکي د هغو اتو تنو د وژنې په اړه څېړنه کوي چې د یوه کنسرت پرمهال شوي ټېل ماټېل کې یې ژوند له لاسه ورکړ. د رپ موسیقۍ په دې کنسرټ کې چې وړمه ورځ د تکزاس په هوسټون ښار کې جوړ شوی و، شااوخوا پنځوس زره کسانو ګډون کړی وو. د هوسټن ښاروال پرون شنبه وویل، دې پېښه کې ۲۵ تنه ټپیان شوي چې ۱۳ یې لا هم روغتون کې دي. دغلته د رپ وتلي سندرغاړي تراویس سکاټ سندره ویله چې نندارچیانو د ستیج پر لور هجوم ور ووړ. ... Читать дальше...



د عراق صدر اعظم د بې پیلوټه الوتکې له بریده روغ وتلی دی

Pa.azadiradio.com 

د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي د بې پیلوټه الوتکې له یوه بریده روغ وتلی دی. د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار په شنه ساحه یا تر ټولو خوندي سیمه کې د نوموړي کور نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) سهار وختي په توغندي وویشتل شو. په خبرپاڼه کې دا برید د " ترور ناکامه هڅه " بلل شوې ده او ویل شوي چې الکاظمي ته په کې هېڅ زیان نه دی رسیدلی. سملاسي د برید پړه کومې ډلې نه ده منلې. عراق کې وروسته تردې کړکیچ زیات شوی چې ایران پلوه ملېشو د تېرې میاشتې پارلماني ټاکنو پایله ونه منله. د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...

اوچا: افغانستان کې د۱۵۰ ادارو له خوا د مرستو رسونې چارې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې د څه باندې ۱۵۰ سازمانونو، موسسو او د ملګرو ملتونو ادارو له خوا د بشري مرستو رسونې چارې روانې دي. د اوچا د پروني ټویټ له مخې، د دغو ادارو له خوا یوازې تېره میاشت په افغانستان کې له ۴ میلیونو کسانو سره د خوړو مرسته شوې ده. اوچا زیاتوي، په دې موده کې ۴۸زره ماشومانو ته په ولسي بڼه د زده کړې امکان برابر شوی او پنځه میلیونو اتیازره کسانو ته لومړني روغتیايي مرستې رسول شوي دي. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته اقتصادي... Читать дальше...

کندهار کې ځینې ښوونکي: پردې غور کوو چې بل کار و بار پیل کړو

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ښوونکو یوه ډله وايي، له تېرو څو میاشتو د معاشونو د نه ورکول کېدو له کبله یې کاربندیز اعلان وکړ. دوو ښوونکو، اصف الله او سیف الله ازادي راډیو ته وویل، دوی اوس پر دې غور کوي چې بل کار و بار پیل کړي: "موږ تر اوسه د اسد میاشتې معاشونه نه دي اخیستي. زیات مشکلات لرو، اوس هم ریاست ته راغلی یم چې د خپلو ستونزو په اړه عریضه وکړم. یا غواړم بله دنده مخ ته یوسم. یا له هېواده بهر ووځم. -​څلور میاشتې کېږي چې زموږ معاشات یې بند کړي دي. مشکلات خو تاسو ولیدل چې نه د کوم ښوونکي معاش شته نه د مدیر. Читать дальше...

طالبان ریکشا چلوونکو ته: له طالبانو پرته نور وسله وال مه لېږدوئ

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ادارې ټولو ریکشا چلوونکو ته امر کړی چې تر دې وروسته دې د طالبانو له غړو پرته، نور وسله وال کسان نه لېږدوي. د ننګرهار ولایتي ادارې پرون په یوه لنډه اطلاعیه کې له ولسونو هم هیله کړې چې په ریکشاګانو کې د وسله والو کسانو په لیدو سره امنیتي مسوولانو ته خبر ورکړي. دا معلومه نه ده چې د ریکشاچلوونکي څنګه د طالبانو چې کوم یونیفورم نه لري او نورو جنګیالیو ترمنځ فرق وکړي او ریکشا ته د وسله والو کسانو د ختلو مخه څنګه ونیسي. دا اطلاعیه داسې مهال خپرېږي چې په ننګرهار ولایت کې د هدفي وژنو زیاتېدو اندېښنې پارولي دي. Читать дальше...

فوټبال؛ اسمايي-اتلان او د اباسين څپې-عقابان هندوکش پر وړاندې لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د «امن جام» فوټبال مسابقو په لړ کې نن یکشنبه شاهین اسمايي د میوند اتلانو په وړاندې دغه راز د اباسين څپې د عقابان هندوکش په وړاندې سیالي کوي. د افغانستان د فوټبال فډراسیون ویاند، فېروز مشعوف، ازادي راډیو ته وویل: "شاهین اسمايي په خپله دویمه سیالۍ کې د میوند اتلانو پر وړاندې لوبه کوي، د میوند اتلانو ‎ پرون شنبه خپله مسابقه درې د صفر په وړاندې سیمرغ البرز لوبډلې ته وبایلله. په بله مسابقه کې عقابان هندوکش چې پرون یې توفان هریرود ته ماتې ورکړه، د اباسین څپې لوبډلې پر وړاندې مسابقه کوي. اباسین... Читать дальше...



کرکټ؛ نن د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ مسابقه ده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ مسابقه ده. دغه مسابقه چې د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې پیلېږي، د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بلل کېږي چې غواړي د زیاتو امتیازونو په ګټلو سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي. په دویم ګروپ کې پاکستان د ۸ امتیازونو په لرلو سره د فهرست په سر، نیوزیلنډ د ۶ امتیازونو په لرلو سره دویم، دغه راز هندوستان او افغانستان څلورو څلورو امتیازونو په لرلو سره درېیم او څلورم دي.

جرمني: یوه رېلګاډي کې د چړې په برید۳ کسان ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه رېلګاډي کې د چړې په حمله کې درې کسان سخت ټپیان شوي دي. د جرمني پولیسو پرون شنبه (د لړم ۱۵مه) وویل، دغه پېښه پرون شوې او په تړاو یې د سوریې یو ۲۷ کلن وګړی نیول شوی دی. په رېلګاډي کې شااوخوا ۳۰۰ کسان سپاره وو. د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر وویل، د دې جنایت انګېزه تر اوسه معلومه نه ده، هغه دا یوه 'وحشتناکه' حمله وبلله. امنیتي سرچینو د جرمني رسنیو ته ویلي، مشکوک کس په وروستیو کې د اتریش سرحد ته نږدې په پاسائو ښار کې ژوند کاوه. په جون... Читать дальше...

بایډن: د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره نور ابزارونه نه دي پاتې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر وايي، د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره نور ابزارونه نه دي پاتې. جوبایډن پرون د یو ټرلیون ډالرو په ارزښت د یوې لایحې تر لاسلیک وروسته دا خبره وکړه. د استازو جرګې دغه لایحه د لویو لارو، پلونو او نورو اساسي پروژو د رغونې د تمویل لپاره ده. ولسمشر بایډن، په نړۍ کې د انرژۍ بحران ته په اشاره وویل: "زه اټکل نه کوم چې اوپک سازمان، یا هم روسیه، یا سعودي عربستان دې ځواب ووايي، دوی به یو څه زیات تېل تولید کړي، خو د تېلو کافي تولید بله موضوع ده. موږ نور ابزارونه او زېرمې لرو،... Читать дальше...

د معاشونو د نه ورکړې ستونزې؛ کندهار کې ښوونکو کاري اعتصاب کړی

Pa.azadiradio.com 

څلور مياشتې کېږي چې کندهار کې ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکول شوي. دې ښوونکو پرون شنبې (د لړم ۱۵مه نېټه) ښوونځيو کې ټولګيو ته د نه ورتګ پرېکړه او کاري اعتصاب وکړ. د سلطان محمد په نوم یوه ښوونکي ازادي راډیو ته وویل، له تېرو ۴ میاشتو راهیسې یې معاشات نه دي ترلاسه کړي چې له امله یې دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دی وايي: "زه په کور کې نه اوړه لرم، نه غوړي، څلور میاشتي کېږي چې معاش مو نه دی اخیستی، ۶۴ کاله کېږي ښوونکې یم، بل عاید نه لرم نتیجه مې دا شوه چې زه خپل حقوق په دا ډول تر لاسه کړم،... Читать дальше...

د طالبانو حکومت ویلي، خپلې لیکې به له 'له نامطلوبو' کسانو تصفیه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت یو وار بیا د خپلو وسله والو د لیکو د تصفیې خبر ورکړی او ویلي یې دي، په دې اړه د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست له خوا ګمارل شوي پلاوی خپل کار پراخ کړی دی. د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغه کمېسیون غړو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د تصفیې چارې په چټکۍ مخ ته وړي. د طالبانو د مطبوعاتي ډلې یوه غړي بلال کریمي رسنیو ته ویلي، ګمارل شوي کمېسیون تر اوسه ۲۰۰ کسان د طالبانو له لیکو ایستلي او څېړنې ورڅخه روانې دي. د طالبانو... Читать дальше...

پاکستاني طالبان: د خپلو بندیانو د خوشې کېدو په شرط پاکستان سره خبرو کوو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني طالبانو د تحریک ګڼو سرچینو ویلي، دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د مذاکرو د یوه شرط په توګه د دوی ځینې بندیان خوشې کړي. د مذاکرو هدف دا ښوول شوی چې د بشپړ اوربند لپاره زمینه برابره او له حکومت سره له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو دښمني ختمه شي. د پاکستاني طالبانو د تحریک درېیو قوماندانانو د دې ډلې د بندیانو خوشې کېدل د باور جوړونې لپاره یو مهم اقدام بللی دی. په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه قوماندان چې نوم یې نه دی یاد شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دوی له افغان طالبانو جلا دي. Читать дальше...

ډپلوماټ: افغانستان- هغه ځای چې د نجونو ارمانونه په ځوانۍ کې مري

Pa.azadiradio.com 

ګارډین ګارډین ورځپاڼې په مزارشریف ښار کې د څلورو فعالانو مېرمنو د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی. د راپورونو له مخې دا مېرمنې د اکتوبر په شلمه د مزارشریف هوايي ډګر ته نژدې تښتول شوې وې او مړي یې د اکتوبر په ۲۷مه نېټه ښار ته نژدې په یوه کنده کې وموندل شول. ګارډین د یوې وژل شوې مېرمنې ۲۹ کلنې فروزان کیسه رااخیستې ده. فروزان ټولنیزه فعاله او د اقتصاد استاده وه. ورځپاڼه د هغې د کورنۍ غړو له قوله لیکي چې د هغې بدن په مرمیو سوری سوری و او څېره یې د پېژندلو نه وه. ګارډین د فروزان د خور ریتا... Читать дальше...



Москва

Захарова: армянам - нота, апшеронцам – «да»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии Москвы на ПМЭФ   



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

«Надо же, совсем другой человек»: народ оторопел от сногсшибательного образа Анастасии Волочковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменки из Пскова привезли два «серебра» с соревнований по джампинг-фитнесу в Москве

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом купит форварда только в случае ухода Соболева

4 спортивных фестиваля Москвы, которые нельзя пропустить этим летом


Мария Шарапова

Мирра Андреева может стать новой Марией Шараповой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

УЗИ и КТ при диагностике урологических заболеваний: что выбрать



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России