د کرکټ شل اووریزه جام؛ نیوزیلنډ او اسټرالیا پایلوبې ته ووتل
د شل اوورونو د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه سبا د نیوزیلنډ او اسټرالیا ترمنځ په دوبۍ کې ترسره کېږي. دا لوبه د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پيلېږي. نیوزیلنډ په الف ګروپ کې په نیمه پایلوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه او اسټرالیا په ب ګروپ کې پاکستان له مخې لېرې کړ. دا لوبې چې ټاکل شوې وې په هند کې ترسره شي د کرونا وبا له امله متحد عربي اماراتو او عمان ته انتقال شوې. دا لومړی ځل دی چې د نیوزیلنډ او اسټرالیا لوبډلې د شل اوورونو نړیوال جام پایلوبې ته رسیدلې دي.