ملګري ملتونه: له بې ځایه شوېو سره د سرپناه په برخه کې هڅې زیاتوو
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره 'یو.اېن.سي.ار' وایي، په افغانستان کې ژمی ژر را روان دی او دوی له بې ځایه شوېو کسانو سره د سرپناه او کورونو رغولو په برخه کې خپلې هڅې زیاتوي. یو.اېن.سي.ار' پرون دوشنبه (د لړم ۲۴مه) په یوه ټویټ کې وویل، له بې ځایه شوېو سره مرستې د دې لپاره کوي چې وکولی شي د سخت ژمي پر وړاندې خپلې کورنۍ خوندي او ګرم وساتي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي، د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې یې د هغه پروګرام په ترڅ کې چې خلکو ته د سرپناه جوړولو لپاره نغدې پیسې ورکوي، له ۷۷۰۰ زیاتو کسانو سره مرستې کړي دي. Читать дальше...