Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 17.11.2021

روسی لوبغاړی اکمل خوژییف د امریکایي ډاکټر د وژنې په تور نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د مختلطو رزمي ورزشونو- MMA لوبغاړی اکمل خوژییف په امریکا کې د یوه ډاکټر د وژنې په تور نیول شوی دی. ۲۷ کلن خوژییف چې پر ټولنیزو رسنیو یې ځان بې واکسینه قاتل باله، د رسنیو د راپورونو له مخې تورن دی چې د متحدو ایالاتونو په اړوند ګوام قلمرو کې یې د کووېډ-۱۹ واکسین پر سر د لانجې پر سر ډاکټر میران رابیتي په چاړه وهلی او وژلی یې دی. د راپورونو له مخې رابیتي چې د ګوام په یو روغتون کې ډاکټر و او خوژییف چې له پېښې درې میاشتې مخکې د یوه سپورټي کلپ روزونکی او وروسته له دندې لېرې شوی و، له پخوا سره پېژندل. Читать дальше...

د میرویس روغتون ډاکټران: ماشومان د خوراک له کمي سره مخ دي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې سخت بشري بحران افغانستان له تباهۍ سره مخ کړی، د کندهار ميروېس روغتون وايي، د هغو وړو ماشومانو شمېر زيات شوی چې د خوراک له سخت کمي سره مخ دي. نور د وي او اې په دې راپور کې چې اسرار عالم مومند پښتو کړی.

د اتریش کمونیست ګوند به د یوه لوی ښار د چارو واګي لاس کې واخلي

Pa.azadiradio.com 

د اتریش کمونیست ګوند به د ښاروالیو له انتخاباتو وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه لوی ښار د چارو واګي په لاس کې واخلي.  د اتریش په جنوبي ښار ګراز کې د ښاروالۍ په نننیو انتخاباتو کې د اېلکې کاهر بریا اوس تقریبا قطعي شوې ده. ۶۰ کلنه مېرمن کاهر به لومړنۍ کمونیسته سیاستواله وي چې د اتریش د یوه لوی ښار مشري کوي.  هغې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې په سلو کې ۲۹ رایې وګټلې او د واکمن ګوند استازی زیګفرید ناګل یې چې د ډېرې مودې لپاره د ګراز ښارول و، مات کړ.  د اتریش کمونیست ګوند په ګراز ښار کې د هغه... Читать дальше...



فیسبوک وايي د افغانانو پر فیسبوکونو بریدګر پاکستانیان یې بلاک کړل

Pa.azadiradio.com 

فیسبوک خبر ورکړی چې د سږني کال په پیل کې یې هغه پاکستاني هککران بلاک کړي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت له چارواکو سره د تړلو افغانانو پر حسابونو یې بریدونه کړي وو. د دې هککرانو له خوا دا حملې هغه مهال شوي دي چې طالبانو په کابل کې پر واک د ولکې هڅه کوله. فیسبوک پرون د نوومبر په شپاړسمه خبر ورکړ چې دا هککران د هغو څلور ورانکارو له ډلې دي چې پاڼې او حسابونه یې غیر فعاله شوي او دې ادارې د حملو قربانیانو ته د پیغامونو په لېږلو سره د هغو فعالیتونه شنډ کړي دي. د فیسبوک په وینا د هککرانو درې نورې... Читать дальше...

کندز کې وزلوبه؛ د مني سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د وزلوبې 'بُزکشۍ' د مني سیالۍ پیل شوې. وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده چې د خلكو په منځ كې ډېر مېنه وال لري. د کندز د وزلوبې د فدراسیون مرستیال قیوم خان وايي، دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او په وینا یې هر افغان باید خپل کلتور وساتي څو له یوه نسله بل ته انتقال شي. قیوم خان وایي: "د بُزکشي خزاني لوبه په ارامه فضا کې جریان لري. دې سیالۍ کې د خان اباد، چهاردرې، علي اباد، امام صاحب، قلعه زال او د نورو ولسوالیو چاپ اندازونو ګډون کړی. موږ له طالبانو مننه... Читать дальше...

د کونړ ځینې بې معاشه ښوونکي: د کور توکي مو په کمه بیه وپلورل

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې ښوونکي وايي، د معاشونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د کونړ مرکز اړوند د کرهالي هلکانو د منځني ښوونځي ۷ ټولګي کې ښوونکی امین الله وایي، په کور کې د خوراک لپاره څه نه لري او هټیوال هم ورته پور نه ورکوي، خو بیا يې هم تراوسه تدریس ته دوام ورکړی. امین الله وایي: " تر اوسه موږ معاشونه نه دي اخیستي، په کور کې مو چې څه شیان وو، هغه مو ټول په بازار کې په ډېره ارزانه بیه وپلورل. ځکه چې اولادونه او کورنۍ راڅخه نفقه غواړي، بل کوم درک مو هم نه درلوده. نور هېڅ راته نه دي پاتې. ډېری... Читать дальше...

د سپين بولدک–چمن پرانیستې دروازه او د مسافرو ستونزې

Pa.azadiradio.com 

د سپين بولدک–چمن د دروازې له پرانېستل کېدو وروسته لا هم مسافر پر دغه لار له ځینو ستونزو شکایت کوي. د عکسونو په دې ټولګه کې د مسافر ګڼه ګوڼه ګورئ، د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی، د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې کتلی شئ:

طالبان وايي له خپلو لیکو یې د 'نامطلوبو' کسانو ایستل چټک کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، له خپلو لیکو کې د دوی په وینا د «نامطلوبو» کسانو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.   د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د تصفیې لپاره د ګمارل شوي کمېسیون له خوا ګڼ کسان لېرې کړای شوي دي.  مجاهد زیاته کړه: "د تصفیې کمېسیون د دې لپاره جوړ شوی چې له صفوفو نامطلوب کسان وباسي. خپل کار یې پیل کړی دی. په سلګونو کسان ثبت او لسګونو کسان له صفونو ایستل شوي. دا پروسه دوام لري."  د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون تېره... Читать дальше...



یوناما: بلخ کې د ښځو د بېلابېلو ډلو د استازو زړورتیا ستایو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا 'یوناما' وايي، د دې ادارې مرستیالې میتي کنوډسن (Mette Knudsen)  په بلخ ولایت کې د ښځو له بېلابېلو استازو سره په کتنه کې د دوی زړورتیا وستایله. یوناما پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي، مېرمن کنوډسن په دې کتنه کې څرګنده کړې چې هر افغان د خپلې وړتیا د څرګندولو حق لري. د یوناما په حواله، د یوناما مرستیالې په بلخ ولایت کې د طالبانو له والي مولوي قدرت الله حمزه سره په کتنه کې د بلخ د اوسېدونکو پر اړتیاوو هم خبرې وکړې.   دا څرګندونې داسې مهال... Читать дальше...

طالبانو د سینماپامیر په یوه دکان کې د اور لګېدنې علت معلوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت یو مرستیال ویاند وايي، د سینماپامیر په یوه دکان کې د پرونۍ اورلګېدنې علت د برېښنا شارټي وه.   احمد الله وثیق پرون په ټویټر کې لیکلي چې تر پېښې وروسته د اور وژنې عمله سیمې ته ورسېده او اور کابو شوی دی.   بل خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې پېښه کې څلور دکانونه سوځېدلي دي.   په دې اورلګېدنه کې د دقیق ځاني او مالي زیان په اړه سم د لاسه راپور نه دی ورکړل شوی.

د بامیان چارواکي: په مرکز کې د یوې ځوانې ښځې مړی موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

د بامیان ولایت چارواکو تایید کړه چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ځوانې ښځې مړی موندل شوی دی.   د بامیان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر، خواني رسا، پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) رسنیو ته وویل، دغه مړی په تپه جلال سیمه کې موندل شوی دی.  د بامیان ولایت چارواکي وايي، د دې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه لري.   تردې مخکې په پکتیا، غور او بلخ ولایتونو کې هم په مرموز ډول د ځینو ښځو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

طالبان: د سرې میاشتې ټولنه دې کابل کې 'سوالګر' تثبیت او مرستې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د سرې میاشتې ټولنې ته یې په کابل کې د سوالګرو د تثبیت او مرستې دنده وسپارله.  د طالبانو د پرونۍ اعلامیې له مخې دا پرېکړه د کابینې په لسمه غونډه کې وشوه چې مشري یې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند کوله.   د اعلامیې له مخې، سرې میاشتې ته دنده سپارل شوې چې د سوالګرو د ځای، خوراک، پوښاک، دارو درملو د برابرولو او د هغوی د پاللو لپاره ریاست الوزرا ته خپل راپور وړاندې کړي.   په وروستیو کې د بې وزلۍ له پراخېدو سره جوخت د جرمونو د زیاتېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.   په... Читать дальше...

بلېنکن له افغانستانه د خلکو د راایستلو د چارو له استازو مننه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د خلکو د راایستلو د چارو له فداکارو استازو یې د دوی د جدي هڅو له کبله مننه وکړه. انتوني بلېنکن پرون سې شنبه(د لړم ۲۵مه) په ټویټر کې لیکلي چې له افغان دوستانو او متحدانو سره یې د شان وان ډایور (Shawn VanDiver) او د هغه د همکارانو د ژمنتیا له کبله د ډایور صمیمانه مننه کړې ده.  په هغه عکس کې چې ښاغلي بلېنکن خپور کړی، له دغو کسانو سره په انلاین بڼه خبرې شوي او په دغو خبرو کې ژمنه شوې چې د خلکو د راایستلو چارې به دوام کوي.  د روېټرز... Читать дальше...

د محصلانو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې به ښوونځي او پوهنتونونه کله بیا پرانیستل شي؟

Pa.azadiradio.com 

د نومبر ۱۷مه د محصلانو نړیواله ورځ ده، خو د دې ورځې له رارسېدو سره سم، د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړیالان له بل هر وخت ډېر د خپلو زده‌کړو او راتلونکې په اړه نهیلي شوي. په ډېری ولایتونو کې د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې تړل شوي، د دولتي پوهنتونونو له پرانیستل کېدو هېڅ خبر نه‌شته او او بې‌وزلي تر دې کچې رسېدلې چې ډېر شمېر زده‌کوونکي د کتاب او قلم د اخیستو توان هم نه‌لري. هغوی چې د بشري پېړۍ تر ټولو په دې پرمختللي زمان کې ژوند کوي، خو لا یې هم د ځینو پر مخ ښوونځي او پوهنتون تړلي او ډېر شمېر یې لا کتاب او قلم هم نه‌لري. Читать дальше...

نیویارک ټایمز: زلمي خلیلزاد بیا د ځان د سپیناوي او دفاع لپاره هڅې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز لیکي، د طالبانو په واکمنۍ کې د طالبانو تر بریا د امریکایي جنرالانو او ډیپلوماتانو مسؤلیت دروند او ډېر دی.  ورځپاڼه څرګندوي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا د ځان د سپیناوي او دفاع لپاره هڅې پیل کړې دي.  د نیویارک ټایمز په باور، ښاغلی خلیلزاد په ځانګړې توګه په اګسټ کې د طالبانو په لاس د کابل په سقوط کې ملامته ګڼل کېږي.  ورځپاڼه په دې ترڅ کې د برطرفه شوي ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا ته اشاره کوي. ښاغلي... Читать дальше...

ارمنستان اذربایجان سره د مسکو په منځګړیتوب پر اوربند موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان اعلان کړی چې له اذربایجان سره یې د مسکو په منځګړیتوب پر اوربند موافقه کړې ده.  پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) له دې مخکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سرحد په اوږدو کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ارمنستان د دې کړکېچ په کمولو کې له روسیې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.  د ارمنستان دفاع وزارت پرون ماښام په یوه بیان کې خبر ورکړ چې د دې هېواد په ختیځ سرحد کې د روسیې په مرسته اوربند ټینګ شو. په بیان کې راغلي چې په دې سیمه کې په پرونیو نښتو کې لږ تر لږه یو ارمنی عسکر ووژل شو، خو په مخکنیو راپورونو کې د... Читать дальше...

د ناروې د کډوالۍ شورا: ناټو دې د بې وزلو افغانانو لاسنیوی له یاده نه باسي

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالۍ شورا سرمنشي وايي، که څه هم طالبان د ښې حکومتوالۍ دنده پر غاړه لري، خو د ناټو غړي هېوادونه هم باید دا خبره هېره نه کړي چې په میلیونونو افغانان یې یوازې پرېښي دي. ین ایګیلنډ (Jan Egeland) دا خبره په هغه ویډیويي پیغام کې وکړه چې پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د ډیموکراسي نَو (Democracy Now) خبري شبکې پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی: "طالبان د ښې حکومتوالۍ لوی مسوولیت لري، ځکه دوی پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ده. خو زه په صادقانه ډول په دې باور یم چې د ناټو غړي هېوادونه باید دا هېر نه کړي چې... Читать дальше...

طالبان: ایران سره د همکاریو د پراختیا لپاره 'تخنیکي ډلې' وګمارل شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د اقتصادي، سیاسي او د کډوالو په مساله کې د همکاریو لپاره د تخنیکي ډلو پر جوړولو موافقه وشوه. ښاغلي متقي له حسن کاظمي قُمي سره تر کتنې وروسته پرون په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "له پلاوي سره د اقتصاد، سرحداتو، کډوالو او بېلابېلو نورو برخو کې تخنیکي ډلې راغلي چې زموږ له خوا هم له اړوندو  وزارتونو کسان ګمارل شوي. انشا الله خبرې کېږي. هیله من یو راتلونکي کې د اقتصاد،... Читать дальше...



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

"Звездач": рэпер Тимати купил мотоцикл за 3,1 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»


WTA

Ига Свёнтек одержала 40 побед над теннисистками из топ-10 рейтинга WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

В Архангельске подвели итоги III Всероссийского форума «Арктика. Лёд тронулся»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России