پولنډي چارواکي: بېلاروس پناه غوښتونکي هڅوي چې پولنډ ته واوړي
د پولنډ چارواکي پر بېلاروس تور پورې کوي چې پناه غوښتونکي هڅوي چې له پولي یې پولنډ ته واوړي. د پولنډ دفاع وزیر ماریوش بلاشچاک پرون وویل، تمه لري په پوله کې بد وضعیت پای ته ورسېږي، خو بېلاروس وايي چې د پولي وضعیت کړکېچن دی. د پولنډ دفاع وزیر همدا راز وویل، دې حقیقت ته په کتو چې ستونزه به میاشتې – میاشتې نور هم دوام وکړي، باید ځان چمتو کړي.