د بخښنې سازمان: د افغانستان وضعیت وېروونکی، د خپګان وړ او غیر انساني دی
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې مشرې سمیرا حمیدي د افغانستان اوسنی وضعیت وېروونکی، د خپګان وړ او د دې په خبره غیر انساني بللی. هغې دا خبرې پرون په خپل ټویټر لیکلي. سمیرا حمیدي زیاته کړې په افغانستان کې خلک خپل ماشومان د خوراکي توکو او پیسو لپاره پلوري، بشري حقونه بېمعنی ښکاري او ویلي یې دي چې ۳۵ ملیونه وګړي په دغه هېواد کې یرغمل نیول شوي. په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګڼ افغانان بېدندو شوي او د نړیوالو مرستو په بندېدو سره د هېواد اقتصادي وضعه ورځ تر بلې خرابه بلل شوې. Читать дальше...