د افغانستان حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز د وژل شوي مشر دوا خان مینهپال فاتحه نن په کابل کې واخیستل شوه.
د مرحوم مینهپال د فاتحې مراسم د کابل په عیدګاه جومات کې د هغه د کورنۍ، همکارانو، دوستانو او د زابل او کندهار ولایتونو د مشرانو له لوري نیول شوي و چې پهکې حکومتي لوړپوړو چارواکو او عامو خلکو برخه اخیستې وه.
دوا خان مینهپال د تېرې جمعې په ورځ د کابل د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان په سیمه کې ترور شو، د وژنې مسؤلیتیې وسلهوالو طالبانو پر غاړه واخیست.
د مینهپال وژل کېدل په ملي او نړیواله... Читать дальше...
د سرپل والي عبدالحق شفق تأیید کړه چې د سرپل ښار سقوط کړی او طالبانو په دې ښار کې ټولې ادارې نیولې دي.
ښاغلي شفق ازادي راډیو ته وویل چې اوس په ښار کې جنګ درېدلی دی.
ښاغلی شفق زیاتوي: "سرپل نن سهار په پاو کم څلورو بجو سقوط وکړ او طالبانو دغه ښار نیولی او اوس په ښار کې جګړه درېدلې ده."
دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی چارواکی د طالبانو په لاس د سرپل نیول کېدل تأییدوي.
تر دې مخکې طالبانو پر سرپل سربېره د کندز ښار د نیولو ادعا هم کړې وه، خو دفاع وزارت ویلي چې کمانډو ځواکونه په دې ښار کې له طالبانو... Читать дальше...
په پکتیا کې چارواکي د ماین چاودنې په یوه پېښه کې د یوې کورنۍ د ۱۲ غړو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند حیاتالله نظامي ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اړوند د چینو کلي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر یوه سراچه ډوله موټر چې د یوې کورنۍ غړي پهکې سپاره و، د وسلهوالو طالبانو له لوري خښ شوی ماین وچاودېد.
نظامي وایي، په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي... Читать дальше...
فساد هغه پدیده چې د ورکولو په برخه کې یې د افغانستان حکومت څو کلنې هڅې له نیوکو سره مخ دي، خو تازه د دغه هېواد د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کمېسیون، د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کنوانسیون لاسلیک کړ چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د دولت ژمنتیا پیاوړې کوي.
د دغه کمېسیون رئیس عبدالقیوم نظامي د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه سند په لاسلیک سره به د فساد سره د مبارزې پروګرام لا روڼ شي.
ښاغلی نظامي زیاتوي: "موږ د عملي پلان اوږدمهاله... Читать дальше...
د سیند حکومت دا پرېکړه د اګست پر اوومه د وزیراعلا مراد علي شاه په مشرۍ د کورونا وایرس د څار مرکز په غونډه کې کړې ده.
د اګست له شپږمې راهیسې چې طالبانو د سپین بولدک لاره تړلې، ګڼ افغانان په چمن کې بند پاتې دي. افغانان وايي، د لارې بندېدو له کړاو سره مخامخ کړي. طالبانو د اګست پر پینځمه په یوه بیان کې وویل چې تر هغو چې اسلام اباد د تګ راتګ لپاره د ویزې شرط ختم کړی نه وي، لاره نه پرانیزي. اسلام اباد د طالبانو د اقدام په غبرګون کې د چمن ور وتاړه. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان حکومت مني چې طالبان دې دوو ښارونو ته دننه شوي، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي.
امریکا یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبتوي.
د مثبتو پېښو په دومره شمېر سره وضعیت بېرته هغسې شوی دی لکه د تېر کال په ژمي کې.
د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکزونو رئیسې روشیل والنسکي سياېناېن ټلوېزیون ته ویلي چې که خلک واکسین نهشي، ښايي د ورځې مثبتې پېښې څو لکو ته ورسېږي، هماغسې لکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې چې پېښې اوج ته رسېدلې وې.
روغتیايي چارواکي اندېښنه لري چې دا ناروغي او مړینې به تر هغو روانې وي چې نور امریکايان هم له شته واکیسن استفاده ونهکړي. Читать дальше...
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د ګوند مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ تر مړینې وروسته د سیاست پاڼه اړول اړین دي. نوموړي د اګست پر اوومه په کوټه کې د کاکړ د مړینې پر ضد د ګوند وروستۍ احتجاجي جلسې ته په وینا کې پر دې موضوع نور څه و نه ویل خو زیاته یې کړه چې د سیاست د بدلون څرنګوالی یې د ګوند ذمه واري ده. کاکړ په جون کې په کور کې بې هوښه موندل شوی وو او د هم هغې میاشت پر ۲۱مه ومړ. د نوموړي کورنۍ او ګوند وايي چې کاکړ وژل شوی. بلوچستان های کورټ د صوبايي حکومت تر... Читать дальше...
د زرنج او شبرغان له نیولو وروسته، طالبانو له تېرې شپې راهیسې په سرپل او کندز ښارونو درنه جګړه پیل کړې.
د افغانستان حکومت مني چې طالبان دې دوو ښارونو ته دننه شوي، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ دي.
د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۷» ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي "طالبانو له تېرې شپې راهیسې پر سرپل او کندز بریدونه پیل کړل او اوس په دې ښارونو درنه جګړه روانه ده."
طالبان بیا د دې دوو ښارونو د نیولو ادعا کوي.
د دې ډلې... Читать дальше...
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن احساس کوي او دا یې ویلي چې افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه د بریا لپاره روزنه، تجهیزات او غړي لري او اوس د طالبانو د حملو او تاوتریخوالي په وړاندې د مشرتابه او ارادې وخت دی.
ولسمشر بایډن په داسې حال کې پر افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو حساب کوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي د «بي-۵۲» او د سپکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له هغه وروسته امنیتي حالات لا کړکېچن شو چې نړیوالو ځواکونو په مې میاشت کې له دې هیواده وتل پیل کړل.
د ۸ م اګست په پېښه کې د وژل شوي باز محمد کاکړ ایډوکېټ مشر ورور ډاکټر لعل خان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د حکومت له خوا تر اوسه د وژل شویو وکیلانو کورنیو ته په سمه توګه انصاف نه دی ورکړل شوی.
د پنجشېر سیمهییز چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو د دې ولایت د ابشار او د لغمان ولایت د شاهین ولسوالۍ ترمنځ د استانه کلان پر سیمې برید کړی دی.
د ابشار ولسوال محمد سهراب دا خبره تأیید کړه او ویېویل چې په دې سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې سختې شوې دي.
هغه په دې نښتو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونهویل او د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ویلي چې طالبانو پرون د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې ونیولې او ځانیې مرکز ته نږدې ور رسولی دی. دغه ادعا د پنجشېر سیمهییزو چارواکو رد کړې ده. Читать дальше...
د اروپایي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وایي چې ایران چمتو دی چې د اټمي تړون په اړه ځنډېدلې خبرې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې پیل کړي.
فرانسپرس او ډيپياې اژانسونو نن په جلا راپورونو کې د یوه جګپوړي چارواکي له قوله چې د خپل نوم نهښودلو په شرطیې څرګندونې کړي، ویلي چې ایراني استازو په وروستیو ورځو کې ورته دا ډاډ ورکړی چې خبرې به په ویانا کې بېرته پیل شي.
دغه چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د اروپایي ټولنې مرکچي اینریکي مورا تېره اوونۍ په تهران کې د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د څه باندې ۱۰۷ زره مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي.
تر ژمي وروسته دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې دومره کسان په دې موده کې پر کرونا اخته کېږي.
د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز مشر روچیل ولینسکي تېر ماښام سياېناېن ټلوېزیون ته وویل چې که خلک واکسین ونهلګوي، ښایي په یوه شپه او ورځ کې په سلګونه زره کسان پر دغه ویروس اخته شي.
د امریکایي روغتیایي چارواکو په باور په دې هېواد کې د کرونا د دېلټا بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او په عین حال کې یو شمېر خلک نهغواړي چې ځان واکسین کړي.
په صومالیا کې د لسیزو ناکرارۍ، اب و هوا بدلون او د کورونا وایرس جهاني وبا د شپنو ټولنه زښته ځپلې. شپانه وايي، ګڼ څاروي یې د اوبو او خوړو نه شتوالي له وجې مړه شول او د ژوند طریقه یې له لوی ګواښ سره مخامخ ده. د سره صلیب نړیواله اداره وايي، پرله پسې وچکالیو او سېلاوونو طبیعي زېرمې لا کمې کړې دي چې د شپنو د ټولنې دننه د ترینګلتیا او ان تاوتریخوالي سبب کېږي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
جاپان به نن د المپیک مشال مړ کړي او د المپیک دوبنۍ لوبې به چې د خپرې شوې کرونا وباله امله په یوه کال ځنډ ترسره شوې، نن پای ته ورسوي.
د دغې وبا له خپرېدو سره سره داسې ښکاري چې د دغو لوبو تنظیموونکي توانېدلي چې دغه لوبې چې شااوخوا ۵۰ زره لوبغاړو پهکې ګډون کړی و، د کرونا په زیات سرایت بدلې نهشي.
په داسې حال کې چې په سیمه کې د کرونا ډېلټا بڼه خپره شوې، په توکیو کې په یوه ورځ کې په متوسط ډول پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر له پنځو زرو اوښتی.
چین د دغو لوبو د سرو زرو تر ټولو زیات مډالونه... Читать дальше...
په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په هېواد کې روانو جګړو او د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په اړه سرمقالې لیکلې دي.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په افغانستان کې ورور وژنه، د مالونو تالا کېدل او چور روان دی.
د سرمقالې لیکوال ليکي، پاکستان په ټول توان سره خپلې هڅې روانې کړي چې اسلامي امارت بيا ځلي په افغانانو ومني.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې طالبان د جګړې په ميدان کې د خلکو له کورونو کار اخلي او افغان پوځ پرې هم بېدرېغه بریدونه کوي.
سرمقاله... Читать дальше...
ایراني چارواکي وايي، وروسته له دې چې طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ونیوه، له افغانستان سرهیې خپله پوله بنده کړې ده.
د ایران د سیستان او بلوچستان د والي امنیتي مرستیال محمد هادي مرعشي وویل، پر زرنج ښار د طالبانو له حملې وروسته د سیستان په میلک سیمه کې یې له افغانستان سره پوله بنده کړې او ۲۷۰ ایراني کانتینرونهیې له افغانستان څخه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.
ایران دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د طالبانو لاس ته د زرنج ښار له لوېدو وروسته له نیمروز څخه ایران ته د افغانانو د پناه وړلو لړۍ چټکه شوه. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا «بي-۵۲» الوتکو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر طالبانو بمباري کړې ده.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا برید پرون ماښام شپږ نیمې بجې وشو او طالبانو تهیې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د فواد امان په وینا د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د طالبانو د ډېر شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د هغو تر سلو ډېرې نقلیه وسیلې هم ویجاړې شوې دي.
پرون ټایمز او مېل ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې ولسمشر بایډن «بي-۵۲» او... Читать дальше...
سره له دې چې نن سهار وختي وسلهوال طالبان د کندز ښار ځینو سیمو ته ننوتي، د دغه ولایت چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیت بهیې خوندي کړي.
راپورونه وايي چې د ښار په ځینو برخو کې خورې ورې نښتې روانې دي، خو مهمې دولتي ودانۍ لکه د ولایت مقام، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، هوايي ډګر، ښاروالي او نورې دولتي ادارې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
کندز تر دې وړاندې دوه ځلې د وسلهوالو طالبانو لاس ته د لنډ وخت لپاره لوېدلی و.
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د جګړو شدت او وچکالۍ ته په پام سره روان وضعیت ویجاړوونکی وباله او وايي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر یې تر درېیو ملیونو اړولی دی.
د یونېسف د ساحوي عملیاتي چارو لوی مشر مصطفی بن مسعود (Mustapha Ben Messaoud) ازادي راډیو ته وویل، تر ډېره ماشومان اغېزمن شوي دي.
ښاغلی مسعود زیاتوي: "دا یو ویجاړوونکی خبر دی چې له بده مرغه حیرانوونکی نهدی. په وروستیو اوونیو کې د جګړو له شدت سره جوخت وچکالۍ هم دا کال لا وژونکي او ویجاړوونکي پړاو ته داخل کړ. Читать дальше...
په کندز ولایت کې د «نوي ارچي کانال» د دوهمې برخې د جوړولو عملي چارې نږدې نیمايي بشپړې شوې دي.
د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک پرون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کانال د اوبو د مدیریت، د ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کار پیدا کولو په موخه جوړېږي. اوسمهال یې ۴۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي. دغه کانال ۳،۶۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او په زرګونه هېوادوال به ترې ګټه اخلي."
ښاغلي خپلواک دقیقاً ونهویل چې د دغه کانال جوړولو چارې به کله بشپړېږي.
د کندهار د هوايي ډګر مسؤل هیلهمن دی چې نن یکشنبه به بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شي.
پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له کبله چې زیانیې نهو اړولی، د الوتنو بهیر ټکنی شو.
د هوايي ډګر مسؤل مسعود پښتون ازادي راډیو ته وویل، توغندي داسې وخت لګېدلي چې له کابله د کامایر هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې په حال کې وه، خو الوتکه له کېناستو پرته بېرته کابل ته ستنه شوې ده.
د زمري/اسد پر نهمه هم د کندهار پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي وو چې د الوتکو رنوې یې تخریب کړې وه او د الوتنو بهیر یې ټکنی کړی و.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России