کابل هوايي ډګر ته نږدې چاودنې؛ اسوشيټېډ پرېس: لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي
هغه تصویرونه چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې له چاودنو وروسته د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي بوږنونکي دي. له دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي. اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د افغان او امريکايي چارواکو له قوله وايي چې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي او تر يو نيم سلو زيات نور ټپيان دي. دې خبري اژانس د يو افغان چارواکي له خولې چې نوم يې نه دی ياد شوی ويلي، چاودنو لږ تر لږه شپېته افغانان وژلي او ۱۴۳ يې ټپيان کړي. بل خوا امريکايي چارواکو ويلي چې چاودنو ۱۲ امريکايي سرتيري وژلي دي. Читать дальше...