Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 14.08.2021

د ځینو ولایتونو سقوط؛ ملکي کارکوونکي: له ۲ میاشتو مو معاشونه نه دي اخیستي

Pa.azadiradio.com 

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړو او سقوط د ملکي ادارو کار کوونکي سخت اندېښمن کړي. دوی وايي، له هغې وروسته چې طالبانو ځینې ولایتونه ونیول او یو شمېر ملکي ادارې ورانې شوې د دوی معاشونه هم ځنډیدلي دي. د کندهار ولایت اوسیدونکی جاوېد عابد وايي:" زه له کندهاره د دې لپاره را مهاجر شوم چې خپل سر مې خوندي نه احساسوو، زه یو دولتي کار کوونکی وم، د تېرو دوو میاشتو معاش مې نه دی اخیستی دلیل هم وروستي جګړې دي او زه نه پوهېږم چې څه ډول به دغه معاش موږ ته راکول کېږي." له بغلان ولایته راکډه شوي ګلبدین هم... Читать дальше...

قطر: طالبان دې افغانستان کې خپلې حملې بندې او اوربند وکړي

Pa.azadiradio.com 

قطر له طالبانو غوښتي دي چې په افغانستان کې خپلې حملې بندې او اوربند وکړي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې قطر نن- شنبې د دې هېواد په پلازمېنه دوحه کې په یوه غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپل یرغلیز عملیات بند کړي او د اوربند غوښتنې ومني.  طالبانو له دې مخکې د اوربند لپاره پخوانۍ غوښتنې رد کړې وې، خو د قطر د غوښتې په اړه چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، دې ډلې تراوسه څه نه دي ویلي.

عطا محمد نور: پر مزار شریف د طالبانو حملې شنډې شوې

Pa.azadiradio.com 

په شمال کې د طالبانو پر ضد د جګړې قوماندان جنرال عطا محمد نور وايي چې پر مزار شریف ښار د طالبانو نننۍ حملې یې شنډې کړي دي.  ښاغلي نور خبریالانو ته وویل چې طالبان د ښار تر لویدیځې دروازې رسېدلي وو، خو له درنو تلفاتو وروسته له دې سیمو واېستل شول: "دښمن پر امنیتي کمربند برید کړی و، خو د وسله والو ځواکونو، مجاهدینو او پاڅونوالو د مېړانې په نتیجه کې دا سیمې مو بېرته ونیولې." له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی پر مزارشریف ښار له څلورو خواوو حملې کړي دي.  جنرال عطامحمد نور پرون... Читать дальше...



راپورونه: میدان ښار کې درنې نښتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو له مرکز میدان ښاره د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د درنو نښتو راپورونه را رسېدلي.  چارواکو د دې نښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې په نننۍ جګړه کې ملکي وګړي هم زیانمن شوي دي: "دا جګړه د ولایت د مقام، صحت عامې او ولایتي شورا سیمه کې و. ملکيانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. همدا راز کورونه او عامه شتمنۍ ویجاړې شوي. جګړه ډېره شدیده وه." میدان ښار د کابل لویدیځه دروازه بلل کېږي او که سقوط وکړي نو له پُل علم وروسته... Читать дальше...

بلوچستان کې د پاکستان درې پوځي سرتیري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي ځواکونو درې تنه وسله وال نن په ناامنه بلوچستان ایالت کې په یوه نښته کې ووژل.  د پاکستان پوځ نن په یوه مختصر بیان کې وویل، د دواړو خواوو ترمنځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې وسله والو د لورلایي ولسوالۍ شارېګ سیمې ته نژدې د امنیتي ځواکونو بر موټر برید وکړ.  د پوځ بیان زیاتوي چې په دې نښته کې یو دولتي سرتېري وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.   د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو بلوڅ بېلتونپالو مخکې خبرداری ورکړی و چې د اګسټ د ۱۴مې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې به مناسبت به  حملې وکړي.

امریکا د ایران د تېلو پر قاچاقبرانو او کمپنیو بندیزونه اعلان کړي

Pa.azadiradio.com 

متحدو ایالاتونو د ایران د تېلو پر قاچاقبرانو او یو شمېر کمپنیو چې د چارواکو په وینا د سپاه پاسداران د اړوند قدس ځواک لپاره یې د ملاتړ د جلبولو هڅه کوله بندیزونه اعلان کړي دي.  د امریکا د خزانې وزارت وايي، په دې ترڅ کې د عمان د تېلو پر سوداګر رشید الحبسي او څو تجارتي کمپنیو چې دوه په عمان کې، یوه په لایبریا او یوه په رومانیا کې دېره دي بندیزونه لګول شوي دي.   د دې اقدام پر اساس د دې کمپنیو شتمنۍ کنګل کېږي او په ټوله کې امریکايي وګړي نه شي کولای له دوی سره معاملې وکړي.  د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...

کرونا؛ امریکا د اخته کسانو د درملنې لپاره کافي بسترونه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په څو ایالاتونو کې د روغتونونو چارواکي وايي چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د علاج لپاره کافي بسترونه نه لري.  د الاباما ایالت والي کای اېوي پرون جمعه وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړ چې د امریکا د دې جنوبي ایالت روغتیايي چارواکو د کووېډ- ۱۹ د ناروغانو د مواردو د زیاتېدو خبر ورکړ. ښاغلي اېوي وویل، د بېړني حالت د اعلان هدف دا دی چې د روغتیايي خدماتو د مسوولانو د فعالیت چارې اسانه شي.  په اورېګان ایالت کې هم چې سیمه ییز حکومت له روغتونونو او روغتیاپالانو سره د مرستې لپاره د ملي ګارد... Читать дальше...

غني: د افغان ځواکونو بیا انسجام راته لومړیتوب لري، جدي اقدامات کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ولایتونو د طالبانو د ولکې په پراخېدو سره، افغان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې جدي اقدامات تر لاس لاندې دي. ښاغلي غني، د شنبې په ورځ په یوه ټلوېزوني پیغام کې ملت ته په خطاب کې وویل، هڅې روانې دي چې د بې ثباتۍ له لا پراختیا، تاوتریخوالي او د خلکو له بې برخلیک کېدو مخنیوی وشي. دی وايي: "په داسې حال کې پوهېږم چې د حال او راتلونکي په اړه اندېښمن یاست، تاسې ته ډاډ درکوم چې د جمهور رییس په توګه مو زما هڅه پر... Читать дальше...



د تيرو ۲۰ کلونو لاس ته راوړنې لاهو کولو ته نه پرېږدم: اشرف غني

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر وايي، هیواد یې د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخامخ دی. محمد اشرف غني د اګست پر ۱۴مه، په یوه ویډیويي پیغام کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د زیار او مېړانې ستاینه وکړه. نوموړي وویل چې په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا منظم کول د هغوی په لومړیتوبونو کې دي او په دې اړه جدي اقدامات تر لاس لاندې لري. ولسمشر غني زياته کړه: "د یوه تاریخي رسالت په توګه هڅه کوم پرې نږدم چې دغه تحمیل شوې جګړه تر دې ډېره افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژل کېدو، ستاسې د تېرو ۲۰... Читать дальше...

پاکستان د خپلواکۍ ۷۴مه کليزه لمانځي

Mashaalradio.com 

پاکستان د اګست پر ۱۴مه په داسې حال کې د خپلواکۍ جشنونه لمانځي چې د کورونا وبا خپرېدو له کبله په بندېزونو کې نرمي راغلې ده. د دې هېواد په لويو ښارونو کې يوشمېر وګړي سړکونو ته راوتي او د پاکستان د خپلواکۍ ۷۴مه کليزه لمانځي. نور حال د عمران یونس او ځلاند یوسفزي په ويډیويي راپور کې وګورئ.

امریکايي ځواکونه کابل ته ورسېدل، بريتانويان پر لاره دي

Mashaalradio.com 

د امریکایي ځواکونو یوه ډله په داسې حال کې بېرته کابل ته ستنه شوې چې په افغانستان کې ناامني په بې ساري توګه زیاته شوې او د دې هېواد له نیمایي زیات ولایتونه د طالبانو لاسو ته لوېدلي دي. لویديځو رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایي سرتیري تېره شپه (د اګست پر ۱۳مه) کابل ته رسېدلي او سلګونه نور هم افغانستان ته د تلو په حال کې دي. د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، پر امریکایي سرتیرو سربیره، شاوخوا ۶۰۰ بریتانوي پوځيان هم افغانستان ته ځي. په ظاهره د دې ځواکونو دنده، له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو... Читать дальше...

یوه لویه برخه امریکایي سرتیري کابل ته راغلي او سلګونه بریتانوي لا په لاره دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکایي ځواکونو یوه ډله په داسې حال کې بېرته کابل ته راستنه شوې چې په افغانستان کې ناامني په بې ساري توګه زیاته شوې او د دې هېواد له نیمایي زیات ولایتونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي. لویديځو رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایي سرتیري تېره شپه کابل ته راغلي او سلګونه نور هم افغانستان ته د راتلو په حال کې دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، پر امریکایي سرتیرو سربیره، شااوخوا ۶ سوه بریتانوي ځواکونه هم دې هېواد ته راځي. په ظاهره د دې ځواکونو دنده، له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د... Читать дальше...

بلوچستان: پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې يو سرتېری وژل شوی او اووه ژوبل

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په لورالای ضلع کې په یو وسله وال برید کې د پوځ يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر نن (د اګست پر ۱۴مه) ويلي چې بريد نن سهار د لورالای په شاهرګ سيمه کې د اېف سي سرتېرو پر ګاډي شوی خو د هغوی په وينا، په ځوابي ډزو کې درې وسله وال هم وژل شوي دي. بل خوا د بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشته سیمه دشت کې یوې چاودنې د اېف سي ځواک پينځه عسکر ژوبل کړي دي. د اېف سي ځواک په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا چاودنه د اګست پر ۱۳مه، د سړک پر غاړه د اېښودل شوي ریموټ کنټرول بم په وسیله شوې ده. Читать дальше...

تاجرانو او عام ولس د چمن ــ سپین بولدک لارې پرانيستلو هرکلی کړی

Mashaalradio.com 

د چمن - سپین بولدک لار د اوو ورځو له ځنډ وروسته د اګست پر ۱۳ مه د تجارت او پلي تګ لپاره پرانيستل شوې ده. د چمن انتظامي چارواکو ويلي، چې پر پوله یوازې هغه وګړي تګ راتګ کولای شي چې قانوني اسناد ولري. د دواړو خواوو عام ولس او تاجرانو د لارې بيا خلاصېدو هرکلی کړی دی. رويټرز خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور جوړ کړی چې فرخنده اسد پښتو کړی دی.

امریکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو شمېر یو وار بیا زیات شوی دی.  د الاباما ایالت والي کې ایفي پرون جمعه د کرونا تازه څپه د سمندرونو څپو ته ورته وبلله، ویې ویل چې د کرونا وبا د امریکا په دغه جنوبي ایالت کې د طبي خدماتو پر وړاندې کوونکو سخت فشار راوړی دی دی.  کې ایفي په خپل ایالت کې فوق العاده حالت اعلان کړی دی.  د ده په وینا، بیړنی حالت یې د دې لپاره اعلان کړی چې د روغتیايي خدماتو څارونکو ته اسانتیا رامنځته شي.  د امریکا په ډېرو هغو ایالاتونو کې چې جمهوریپالان په... Читать дальше...

تازه طالبانو د افغانستان د ۵ ولایتونو پر مرکزونو بریدونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د افغانستان د ۱۸ ولایتونو پر ښارونو د ولکې ټینګولو وروسته، له تېرې شپې راهیسې په پنځو نورو ښارونو بریدونه پیل کړي. د پکتیکا ښرنه، د پکتیا ګردېز، د میدان وردک میدان ښار، د فاریاب میمنه او د بلخ مزار شریف هغه ښارونه دي چې دې ډلې هڅه کړې، تر واک لاندې یې راولي. خو دا ډله دعوه کوي چې د پکتیکا مرکز ښرنه ښار یې نیولی دی. طالبانو د دې ښار یوه ویډیو خپره کړې چې په کې لیدل کېږي، وسله‌وال یې په ښرنه ښار کې ګرځي او د ټول ولایت د نیولو دعوه کوي. په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت دننه یوې مهمې سرچینې... Читать дальше...

مالیې وزارت: د ځینو کار کونکو معاش د نوي سیسټم له لارې ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روانې زمري میاشتې د ځینو ادارو د کار کوونکو معاشونه به د نوي سیسټم له لارې اجرا شي. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون، د هستوي انرژۍ اداره او د مشرانو جرګې د مرکزي کار کوونکو د زمري میاشتې معاشونه به د نوي سیستم له لارې اجرا کېږي. اعلامیه زیاتوي، د نورو ادارو معاشونه به د پخوا په څېر اجرا کېږي، ځکه چې د ادارو له خوا تر اوسه... Читать дальше...

طالبانو د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار هم ونیو 

Pa.azadiradio.com 

طالبانو نن د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار هم ونیو.  امنیتي چارواکو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې همااحمدي ویلي چې د مرکز پل علم په ګډون د لوګر پر ټولو سیمو طالبانو ولکه ټینګه کړې ده.  د هغو ولایتونو شمېر چې په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي اوس اتلسو ته ورسېد.


Музыкальные новости
Баста

Тренер СКА Попов назвал Басту адекватным футбольным руководителем





Rss.plus
Арцах

Лидер движения и партии «Всеармянский фронт» Аршак Карапетян 20 мая 2024 года посетил посольство Исламской Республики Иран в Москве




МегаФон расширяет продажи в 10 регионах России

Житель Подмосковья едва не погиб из-за ватных палочек

Еще 27 проектов реновации запустят в Подмосковье в 2024 году

Фестиваль современной поэзии «Русский слог» пройдет в Подмосковье




راپورونه: طالبانو پر مزارشریف ښار پراخې حملې پیل کړي 

Pa.azadiradio.com 

د راپورونه له مخې طالبانو نن سهار وختي د بلخ ولایت پر مرکز مزارشریف ښار پراخې حملې پیل کړې.  په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې طالبانو له درېیو اړخونو پر دې ښار حملې وکړې: "طالبانو پر مزارشریف ښار له درېیو خواوو چې یوه د نهرشاهي ولسوالۍ د لنګر خانې سیمه ده، دوهمه د دهدادي ولسوالۍ د توختې سیمه او درېیمه یې د بلخ ولسوالۍ د څلور لارې او د ښار د لویدیځ لوري دروازه ده، پر افغان ځواکونو حملې پیل کړې."  د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...

اسیايي بانک د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د ماشینونو مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا پراختیايي بانک له لوري د ننګرهار وادي له کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه. د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د زمري په ۲۳ مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دغو توکو کې پنځه عرادې د اوبو سيار واټر پمپونه، دوه عرادې ډمټرکونه، يو عراده سکواټور، يو عراده رولر او يو عراده لوډر شامل دي. د نوموړي په خبره یاد ماشینونه به د عمومي کانال د پاکولو، د ځمکې د هوارولو، د موادو د انتقالولو، لوړو ساحو ته د اوبو د پورته کولو، کندن کاري او د ځمکو د سختولو په برخو کې وکارول شي. Читать дальше...

داودزی: د کاروان پوهنتون پخوانی مشر جاوېد اندیش ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی وایي، د کاروان پوهنتون پخوانی مشر  او ملي سوداګر جاوېد اندېش ووژل شو. هغه دغه خبره په خپل فیسبوک پاڼه خپره کړې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې او د چا له خوا وژل شوی دی؟ ښاغلي داودزي زیاته کړې، اندېش د افغانستان يو له ژمنو ځوانانو او سوداګرو څخه و چې کلونه کلونه یې د هېواد ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې ګڼ شمېر اغېزناکه فعالیتونه ترسره کړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری خلکو دغه خبره لیکلي چې جاوېد اندېش له لسو نورو کسانو سره یو ځای د غزني ولایت... Читать дальше...

اماراتو ته د تلونکو پاکستانیانو چټک کورونا ټیسټونه په هوايي ډګرونو کې پیل شوي

Mashaalradio.com 

پاکستان متحده عرب اماراتو ته د تلونکو خلکو لپاره د ملک په اوو هوايي ډګرونو کې د کورونا وایرس چټک پي سي ار ټیسټونو کولو اعلان کړی دی. دا خبره د پاکستان د هوايي چلند ادارې – سېول اېویېشن اتارټۍ – مشر خاقان مرتضا د اګست پر ۱۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته کړې ده. نوموړي ویلي، دا د متحده عرب اماراتو شرط دی چې هر ورتلونکی کس به تر سفر یوازې څلور ساعته وړاندې ټیسټ کوي.د ده په وینا، له همدې کبله یې د اسلام اباد، لاهور کراچۍ، پېښور، کوټې، فیصل اباد او ملتان پر هوايي ډګر د مسافرو د اسانۍ لپاره د چټکو ټیسټونو مرکزونه جوړ کړي دي. Читать дальше...

ولایتي شورا: د کونړ اسمار ولسوالۍ طالبانو نیولې

Pa.azadiradio.com 

د کونړ اسمار ولسوالۍ هم تېره شپه  وسله والو طالبانو لاس ونېوله. د کونړ ولایتي شورا وايي،له اسمار ولسوالۍ تېره شپه په تیاره کې افغان ځواکونو شاتګ کړی. د یادې شورا غړي جمالدین سیار ازادي راډیو ته وویل، اسمار ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له سختو جګړو وروسته تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته پرېوته. نوموړی زیاتوي، په اسمار کې مېشتو افغان ځواکونو له ولسوالۍ ټول وسایل او وسلې راویستلې او شاتګ يې کړی: "اسمار خو سقوط کړی او دوی ښکته راغلي دي. خط یې بېرته د اسمار ولسوالۍ اړوند... Читать дальше...

شام کې د کډوالو ماشومانو اولمپېک سیالۍ شوي

Mashaalradio.com 

د شام په ادلېب ښار کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې د "خیمه اولمپېکس ۲۰۲۰" په نوم سیالۍ شوې دي چې پکې د کډوالو د ۱۲ کیمپونو ۱۲۰ ماشومانو برخه اخیستې. د اګست پر اتمه په شویو سیالیو کې له اتو کلونو څخه تر ۱۴ کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو برخه واخیسته. په اولمپېک سیالیو کې د نېزې ویشتلو، ټوپ وهلو، کراټو، والیبال، فوټبال، بیډمېنټن او ځغاستي په ګډون یو شمېر لوبې شاملې وې. تفصیل د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Тариф – Концерт. Провести свой Концерт.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


ATP

Теннисиста Медведева выбили из топ-4 ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Анастасия Волочкова

Волочкова: Загитова терпит нападки за красоту и прямоту



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России