بریتانیا د روسیې د استخباراتو پر ځینو اجنټانو بندیزونه لګولي
د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ پر مسمومېدو د یوه کال د اوښتو په ورځ بریتانیا د روسیې د استخباراتو پر یو شمېر اجنټانو بندیزونه لګولي دي. بریتانیا دا اقدام وروسته له هغه کوي چې مسکو د ښاغلي ناوالنۍ په مسمومیت کې په لاس لرلو تورن شو او سخت انتقادونه پرې وشول. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون د اګسټ په شلمه نېټه په یوه بیان کې وویل، پر هغو ۷ کسانو بندیزونه لګول شوي دي چې ویل کېږي د روسیې د استخباراتو اجنټان دي او د ناوالني د ترور په هڅه تورن شوي دي. د دې کسانو نومونه د بریتانیا د بندیزونو... Читать дальше...