Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 27.08.2021

افغانه ماشومه چې امريکايي الوتکه کې دنيا ته راغله

Pa.azadiradio.com 

د هغې افغان ماشومې چې له کابله د خلکو د انتقال پر مهال په امريکايي الوتکه کې وزېږېده، نوم يې مور پلار «ريچ» ايښی دی. ريچ د امريکا د پوځ ددې الوتکې نوم و چې امريکايي وګړي او افغانان يې له کابله جرمني ته لېږدول. امريکايي چارواکو ريچ او مور يې روغتون ته انتقال کړي او وايي د دواړو روغتيايي وضعيت ښه دی

د کابل هوایي ډګر خونړۍ حملې؛ لا هم د وژل شویو دقیق شمېر نه‌دی اعلان شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل په هوایي ډګر کې د تېرې ورځې له خونړیو حملو نږدې ۲۴ ساعته تېرېږي، خو د وژل شویو کسانو دقیق شمېر تر اوسه نه‌دی اعلان شوی.  یو شمېر لوېدیځ اژانسونه په دغو حملو کې د لږ تر لږه ۹۵ افغانانو او د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي.  امریکایي چارواکو خپل لور ته د ۱۳ سرتېرو د وژلو خبره تأیید کړې او ویلي یې دي چې په دغو حملو کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، ۱۷ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.  د افغانستان عامې روغتیا وزارت او نورو مسؤلو چارواکو تر اوسه د وژل شویو دقیق شمېر نه‌دی اعلان کړی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: ښایي راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه تر نیم ملیون کسان ووځي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) اټکل کوي چې په تر ټولو بد حالت کې ښایي په راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه تر نیم ملیون پورې کسان ووځي.  دا بنسټ وایي، تېره اوونۍ د طالبانو له‌خوا د افغانستان له نیولو وروسته په دې هېواد کې تر اوسه وضعیت مبهم دی او ښایي په چټکۍ بدل شي. دا اداره اټکل کوي چې تر ۵۱۵ زرو پورې به نور افغانان هم کډوال شي.  د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په دې سره به پر هغو ۲،۲ ملیون افغانانو چې په بهر، په تېره ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه رسمي ثبت دي، ورزیات شي. Читать дальше...



کراچۍ کې د کیمیاوي موادو د تولید یوه فابریکه کې اور لګېدو ۱۵ تنه مړه کړل

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ کې د کیمیاوي موادو د تولید په یوه فابریکه کې نن د اور لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۵ تنه مړه شوي دي. دا پېښه په مهران ښارګوټي کې شوې او علت‌یې تر اوسه نه‌دی څرګند. په ټلوېزیوني صحنو کې لیدل کېږي چې د اطفائیې کارکوونکي د اور د مړه کېدو هڅې کوي او امبولانسونه د پېښې قربانیان روغتونونه ته لېږدوي.  د ایالتي حکومت یوه ویاند مرتضی وهاب خبریالانو ته وویل چې پولیس د اور لګېدو د علت معلومولو لپاره پلټنه کوي. په کراچۍ کې چې د سند ایالت مرکز دی، ډېرې تولیدي فابریکې د ساختماني قوانینو خلاف د خلکو د هستوګنې په سیمو کې جوړې شوې دي.

مجاهد: امریکایان دې کابل هوايي ډګر کې روانه سناریو ختمه کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په هوايي ډګر کې د وروستیو خونړیو چادونو وروسته طالبان د رامنځ ته شویو شرایطو ملامتي پر امریکايي لوري اچوي، او ادعا کوي چې په کابل هوايي ډګر کې یې له کنټرول وتلی وضیعت رامنځ ته کړی دی. د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره اجمل اند مرکه کړې چې دلته اوریدلی شئ.

د قربانیانو کورنۍ: مسؤلان دې د کابل هوايي ډګر امنیت وساتي

Pa.azadiradio.com 

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر په جنوب لوېدیځه دروازه کې له دوو چاودنو وروسته، د دې پېښې یو شمېر قربانیان له مسؤلانو غواړي چې د دې هوايي ډګر امنیت وساتي. د هرات اوسېدونکی حمیدالله چې په دې پېښه کې یې د ماما دوه زامن وژل شوي وايي، د ماما دواړه زامن‌یې د ایټالویانو په یوه کمپ کې کار کاوه او هغوی ترې غوښتي و چې هوايي ډګر ته ولاړ شي، خو سیمې ته له رسېدو وروسته په دې چاودنو کې ووژل شول. د ده په خبره، چاودنه کې یې د ماما د زوی مېرمن هم ټپي شوې او د کابل په اېمرجنسي روغتون کې بستر ده. حمیدالله وايي: "د... Читать дальше...

د کابل د پېښې د تلفاتو شمیر له ١٠٠ واوښت

Pa.azadiradio.com 

د اسوشیتدپریس خبري اژانس د افغان او امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته نږدې د برید تلفات له سلو واوښتل. مخکې تر دې د ١٣ امریکایی سرتیرو په ګډون د ٨٥ تنو د مرګژوبلې راپور ورکول شوی وه.  د دې برید مسوولیت داعش ډلې منلی. د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په سپينه ماڼې کې یوه خبري ناسته کې وویل چې د دې برید د جوړونکي یې پېژندلي او ژر به ورته سزا ورکړي.



بایډن: د ترهګرو له وېرې به له کابل هوایي ډګره د خلکو ایستلو بهیر ونه‌دروو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ترهګرو له وېرې به د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو بهیر ونه‌دروي.  بایډن چې تېر ماښام‌یې په سپینه ماڼۍ کې پر کابل هوایي ډګر له دوو انتحاري حملو وروسته څرګندونې کولې دغه‌راز وویل چې خپلو قوماندانانو ته‌یې امر کړی چې پر اسلامي دولت ډلې یا داعش د حملو لپاره پلانونه جوړ کړي. هغه ډله چې د دغو خونړیو حملو چې د په لسګونه وژل شویو کسانو په ډله کې یې ۱۳ امریکایي سرتېري شامل دي، مسؤلیت اخیستی. ښاغلی بایډن وايي: "موږ به له ترهګرو ونه‌بېرېږو. زه به دوی پرېنږدم چې زموږ مأموریت ودروي. Читать дальше...

د قزاقستان یوه پوځي اډه کې اور لګېدو پنځه تنه مړه او ۹۰ نور ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان په جنوبي ولایت ژامبیل کې په یوه پوځي اډه کې د اور لګېدو له امله، پنځه تنه مړه او ۹۰ تنه ټپیان شوي دي.   د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان ایرمیکباییف وویل، څلورو سرتېرو او د اطفائیې یوه کارکوونکي هغه مهال خپل ژوند له لاس ورکړ چې هڅه‌یې کوله لګېدلی اور مړ کړي. تر اوسه  د دغه اور د لګېدو علت نه‌دی څرګند، خو په دې پوځي اډه کې د ساختماني چارو لپاره چاودېدونکي مواد زېرمه شوي و.  له دغې اور لګېدنې سره په دې هېواد کې د دفاع وزیر د استعفا غوښتنې هم زیاتې شوې دي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې... Читать дальше...

اردوغان: د کابل هوایي ډګر په تړاو د طالبانو د غوښتنې په اړه خبرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د ترک ځواکونو له‌خوا د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره‌یې د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.  اردوغان نن په انقره کې وویل چې په دې اړه خبرې روانې دي.  یو شمېر چارواکو روانه اوونۍ روېټرز خبري اژانس ته وویل چې طالبانو له ترکیې غوښتي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دې د کابل د هوایي ډګر د فعالیت په پر مخ وړلو کې تخنیکي مرسته وکړي. اردوغان په کابل هوایي ډګر کې پرونیو انتحاري حملو ته په پام وویل، مخکې له دې چې... Читать дальше...

طالبان: کابل هوایي ډګر کې د بهرني پوځیانو حضور حملو ته زمینه برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي، په کابل هوایي ډګر کې د بهرنیو پوځیانو حضور او د خلکو زیاتې ګڼه ګوڼې پرونیو انتحاري حملو ته زمینه برابره کړې. په دغو حملو کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۸۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. په وژل شویو کې د ۲۰ زیاتو طالب ساتونکو خبره هم شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د هوایي ډګر په هغه خوا کې چې مسؤلیت‌یې د امریکایي ځواکونو دی، شوې او د دوی لوري ته مرګ‌ژوبله نه‌ده رسېدلې. ښاغلی مجاهد زیاتوي: "دغه چاودنه په داسې سیمه کې شوې چې هغه د دوی اړخ دی، د موږ اړخ نه‌دی. Читать дальше...

داعش په افغانستان کې د ګواښ په توګه نه‌ پېژنو: طالبان

Mashaalradio.com 

افغان طالبانو ويلي، داعش وسله واله ډله د يو ګواښ په توګه نه پېژني. دوی دا خبره له هغه وروسته کړې چې د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر دباندې په دوو ځانمرګو بريدونو کې د ۱۳ امريکايي سرتيرو په ګډون لسګونه افغانان ووژل شول او د دې پېښې مسوليت اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش پر غاړه واخيست. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، داعش ګواښ نه‌ دی او کله چې په افغانستان کې د بهرنیو غیر ډیپلوماتیک حضور پای ته ورسېږي، د هېڅ لوري لخوا به کوم ډول ګواښ پېښ نه‌ شي. کریمي... Читать дальше...

بریتانیا له کابل هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د اسانتیاوو پروسه بنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا دفاع وزارت وایي، بریتانوي ځواکونه د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د بهیر وروستي پړاو ته داخل شوي او د اسانتیاوو پروسه بنده شوې ده.  وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې اوس د بریتانوي وګړو او نورو چې کارونه‌یې بشپړ شوي او په هوایي ډګر کې دننه دي، پر ایستلو هڅې متمرکزې دي. په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې نور خلک به هوایي ډګر ته د ایستلو لپاره ورونه‌غواړي.   د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس ویلي، دا ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د دغې پروسې په ترڅ کې ټول کسان له افغانستانه ونه‌ایستل شول. تر... Читать дальше...

چارواکي: افغانستان کې د معتادینو د درملنې ځینو مرکزونو ته خوراکي مواد نه‌رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په لاس د افغانستان د ډېری ولایتونو له نيولو سره سم، په عمومي ځايونو کې لږ معتادين ليدل کېږي، خو ډېری معتادين له خلکو ګوښه پټ نشه‌يي مواد پيدا کوي او د پخوا په شان خپلې نشې کوي. د نيمروز د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسؤل خليل کاظمي وايي، که څه هم په ښار کې لږ معتادين تر سترګو کېږي، خو دوی په خپلو مرکزونو کې د ماشومو، نارينه‌وو او ښځينه معتادينو درملنه له سره پيل کړې ده. دی زیاتوي: "زموږ روغتونونه، د مشورو ورکولو برخه، د ماشومانو او ښځينه معتادينو د درملنې روغتونونه د پخوا په... Читать дальше...

د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د قريشي د سفرونو هدف څه دی؟

Mashaalradio.com 

قريشي د خپلو سفرونو په وروستۍ ورځ پرون (د اګست پر ۲۶مه) په تهران کې له ايراني ولسمشر ابراهيم رييسي او د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وليدل او د افغانستان پر روان وضعيت يې خبرې ورسره وکړې.

طالبان: داعش په افغانستان کې د ګواښ په توګه نه‌پېژنو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د واکمنۍ په ۱۱مه ورځ، کابل یو پخوانی ګواښ، د نویو واکمنو په شتون کې تجربه کړ. د  حامد کرزي هوايي ډګر جنوب لوېدیځه دروازه کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې د مرګ‌ژوبلې شمېره‌یې خورا لوړه ده. روېټرز خبري اژانس په دې چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۸۵ تنه ښودلی چې په‌کې ۱۳ امریکايي عسکر، ۲۸ طالبان او پاتې ملکیان ښودل شوي. خو طالبان وايي، هېڅ ملګری یې نه‌دی وژل شوی، ځکه دوی هلته نه‌و. د دې برید مسؤلیت امریکايي چارواکو پر داعش ډلې واچوه، هغه ډله چې طالبان لا یې هېڅ ګواښ نه‌بولي. دوی په مسقيم ډول پر هېڅ کومې ډلې تور نه‌لګوي. Читать дальше...

"په افغانستان کې سندره خاموشه شوې"

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر قبضې وروسته د دې هېواد سندرغاړي، موسيقاران او د دولتي راډیو او ټېليويژن چارواکي اندېښمن دي چې ښايي طالبان یې د موسیقۍ او نورو ښکلیو هنرونو خپراوي ته پرې نه ږدي. خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې په خپلې لومړنۍ خبري غونډه کې ويلي و چې رسنيو ته به اجازه وي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي خو البته هغه د موسيقۍ او ښکليو هنرونو په اړه مشخصه خبره ونکړه. هارون باچا يې په اړه راپور لري.


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

У Шнурова появились вопросы к журналистам после появления информации о задолженности по налогам





Rss.plus
Шапка

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)




V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования

Частично беспилотная «Ласточка» готова начать возить пассажиров на МЦК

«Очень плохая новость»: почему Запад пятый день кряду обсуждает назначение Белоусова

Костромич уехал на вахту в Москву и исчез при странных обстоятельствах




قزاقستان کې د مهماتو ډیپوګانو کې چاودنې لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان چارواکي وايي، په جنوبي ولایت ژامبیل کې د مهماتو په ډیپوګانو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.  د چارواکو په وینا، اور وژونکو د چاودنو له امله د لګېدلي اور د مهارولو لپاره هڅې کړي.  د قزاقستان دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې د پېښې له ځای سره نږدې د څلورو کلیو اوسېدونکي امن ځای ته وړل شوي.  د بیان له مخې، په سلهاو پوځيان، پولیس افسران او ډاکتران د ژغورنې عملیاتو کې د مرستې لپاره راټول شوي. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په ټویټر ویلي چې په پېښه کې لږ تر... Читать дальше...

د کابل هوایي ډګر د انتحاري حملو له امله وژل شویو خلکو شمېر ۸۵ ته پورته شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل په هوایي ډګر کې د پرونیو انتحاري بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شوی دی.  روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د وژل شویو خلکو شمېر ۸۵ ته پورته شوی دی.  په دې ډله کې ۲۸ طالبان، ۱۳ امریکايي عسکر او پاتې نور افغان ملکیان بلل شوي.  اسوشیټډ پرس بیا د ۱۴۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی.  امریکايي چارواکو تأیید کړې چې د ۱۳ عسکرو په وژل کېدو سربېره‌یې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.  روېټرز خبري اژانس او اسوشیټډ پرس د مرګ‌ژوبلو شمېر په څو راپورونو کې د طالب چارواکو د روغتونونو په حواله خپور کړی. Читать дальше...

بلغاریا له ترکیې او یونان سره خپلو پولو ته ۴۰۰ تر ۷۰۰ عسکر استوي

Pa.azadiradio.com 

بلغاریا اعلان کړی چې له ترکیې او یونان سره خپلو پولو ته ۴۰۰ تر ۷۰۰ عسکر استوي.  دوی احتمالاً د هغو کډوالو د مخنیوي لپاره استول کېږي چې له افغانستانه اروپا ته روان دي. ګڼ افغانان چې د ځمکې له لارې اروپا ته ځي تر ډېره د بلغاریا له لارې تېرېږي. د بلغاریا د دفاع وزیر جورجي پانایاټوف په یوه بیان کې وویل چې د هېواد په پولو باندې یې فشار مخ په ډېرېدو دی.  د بلغاریا د دفاع وزیر په وینا دا عسکر به له پولیسو او نورو امنیتي قواوو سره د موانعو په رامنځته کولو او نظارت کې مرسته وکړي. د بلغاریا د کورنیو... Читать дальше...

د افغانستان کام ایر هوايي شرکت خپلې درې مسافري الوتکې ایران ته ولېږدولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کام ایر خصوصي هوايي شرکت درې مسافري الوتکې ایران ته تللې دي.  د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند محمد حسن ذیبخش پرون/ پنجشنبه وویل، د کابل پر هوايي ډګر د ترورېستي برید د احتمال په اړه له خبرداري وروسته د کام ایر هوايي شرکت خاوند غوښتنه وکړه چې خپلې یو شمېر الوتکې به د ایران هوايي ډګرونو ته ولېږي. د ذیبخش په وینا تر اوسه پورې د کام ایر ۳ الوتکې د ایران په هوايي ډګرونو کې کېناستې دي. د ده په وینا په دغو الوتکو کې سپرلۍ نه‌وه.  د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو... Читать дальше...

۲۸ زره تنه له افغانستان نه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

اماراتي چارواکي وايي، له کله چې طالبانو کابل نیولی دی، ۲۸ زره تنه له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته راوستل شوي دي.  هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته بیول کېږي، ډېر یې لومړی متحده عربي امارات، قطر او بحرین ته لېږدول کېږي.  د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، په ۲۸ زره تنو کې چې دغه هېواد ته راوستل شوي، ۱۲ زره د بریتانیا او ۹ زره د امریکا له لوري هلته رسول شوي دي. د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو مخکې ۸،۵۰۰ تنه متحده عربي اماراتو ته رسول شوي وو.... Читать дальше...

هندي رسنۍ: طالبانو هند ته د تلونکو افغان سېکهانو او هندوانو مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنۍ وايي، طالبانو د هغو ۱۴۰ تنو افغان سېکهانو او هندوانو چې غوښتل په هند کې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي، مخه نیولې ده. دا افغان سېکهان او هندوان د پنجشنبې په ورځ په ډېلي کې د خپل مذهبي پېشوا سري ګورو تیګ بهادُر د زوکړې په ۴۰۰مه کالیزه کې د ګډون لپاره هند ته روان ول چې مخه‌یې ونیول شوه.  د هند په پلازمېنې ډېلي کې د ګوردوارې مسؤل پرتاب سېنګ چې اصلاً افغان دی، وویل، د نړۍ له بېلابېلو سیمو ډېر خلک دې مراسمو ته راغلل، خو له بده مرغه په افغانستان کې طالبانو اجازه ورنه‌کړه چې افغان هندوان او سېکهان په خپلو دغو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي. Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Цена билетов на суперфинал Кубка России составит от 500 до 15 тыс. рублей

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Культура

Россия, Культура, Теат, Дети, ПДД: кукольным языком о дорожной безопасности детям показали в Ульгэре



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России